د هلمند ـ کندهار لویه لار له ۲۳ ورځو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې

هلمند ـ کندهار لویې لارې د خلاصون په هکله څو ځلې مسوولو امنیتي چارواکو او ولایتي مسوولینو رسنیو ته ویلي وو، چې دغه لار یې خلاصه کړې.

چارواکي رسنیو ته ضد او نقیص معلومات ورکوي، سره له دې چې ۲۳ ورځې کېږي، دغه لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دې ستونزې د لا روښانتیا له پاره په سیمه کې د سلام وطندار خبریال د کمانډو ځواکونو سره د لویې لارې لیدو ته ورغلی او خپلو د سترګو ليدلی حال داسې کیسه کوي.

د هلمند ـ کندهار لویه لار ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري او په دې لارې د شهرا کنډک ۱۸ سترې او کوچنۍ پوستې ځای پر ځای شوي او د ساتنې دنده لري.

وسله والو طالبانو د هلمند اړوند په "وزیرو مانده" سیمه کې دغه لار تړلې او په دې سیمه کې یې ماینونه ښخ کړي دي.

په همدې سیمه کې افغان کومانډو ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه وو.

د لارې په اوږدو کې د څو ورځنیو سختو جګړو نښې نښانې معلومې دې او د لارې خلاصوونکو مسوولو امنیتي ځواکونو تر اوسه له "وزیرو مانده" سیمې کابو ۵۰۰ ماینونه راوېستلي وو.

پر لویې لارې د جګړې له امله د برېښنا سترو پایو د جوړولو چارې هم په ټپه ولاړې وې او د جګړې په سیمو کې سوځېدلي ټانګونه، د ډول ډول وسلو پوچک او د جګړې د وېرې فضا حاکمه وه.

د همدې لارې په اوږدو کې د هلمند ولایت د خشکاوي سیمې اوسېدونکی، چې ځان یې سلام وطندار ته د سید محمد په نوم وروپېژانده وویل، د لارې بندېدو له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي او د کروند حاصلات یې په کرکیلو کې ځای پر ځای پاتې دي.

دی شکایت کوي، چې له کليو او بانډو ناروغان له درې ورځو مزل وروسته روغتیايي مرکزونو ته رسوي، چې دا حالت دردونکی دی.

سید محمد په عین حال کې په ګرد لړلی یو ماشوم ورسره او خپل ټراکټور یې د کلي پر خوا په فرعي لارو بولو.

نوموړي له جګړو او د لارې له بندېدو سخت شکایت وکړ.

د دې عملیاتو د کمانډو ټولې یو قوماندان محمد رضا سلام وطندار ته وویل، چې وسله وال طالبان له سنایپر ټوپکو کار اخلي او امنیتي ځواکونو ته مزاحمات ایجادوي.

دی وايي، دغه وسله وال د مخامخ جګړې توان نه لري او یوازې چریکي برید کوي.

دی ډاډ ورکوي، چې تر راتلونکو درې ورځو پورې به دغه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

په ورته وخت کې د هلمند والي حیات الله حیات رسنیو ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو بریدونه پيل کړي وو، له دې بریدونو وروسته یې په لویه لار سلګونه ماینونه ښخ کړي دي.

حیات وايي، لویه لار ورته لومړیتوب لري، د لارې له خلاصون سره سم به نورې نوې امنیتي پوستې پرې ځای پر ځای کړي.

دی وايي، طالبان د لويې لارې شاوخوا ۲ کیلومتره سیمه په ماینونو پوښلې، چې له پاکولو وروسته به لار خلکو د تګ را ټګ پر مخ خلاصه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام