د هلمند د ملي امنیت ریاست یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هلمند په خانشین ولسوالۍ برید کړی او ولسوالۍ یې له افغان امنیتي ځواکونو نیولې ده.
دا امنیتي سرچینه وايي، چې په خانشین ولسوالۍ کې ۱۱ سرحدي پولیس وژل شوي او ۹ تنه په کې ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د څلورمې سرحدي لوا قوماندان الله نورخان په خانشین ولسوالۍ د طالبانو د برید پخلی کوي او وايي، چې په نښته کې یوازې یو سرحدي پولیس وژل شوی دی.
نوموړي وویل، چې په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او تر اوسه نوي جزیات نه لري.
خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطنداره ته وویل، چې په خانشین ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهیسې سخته جګړه روانه ده او په سیمه کې حالت بېرته عادي شوي دي.
عمر ځواک بیا د طالبانو له خوا د خانشین ولسوالۍ د نیول کېدو خبره نه مني.
له بل لوري د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، چې خانشین ولسوالۍ یې نیولې ده او زیات شمېر پولیس یې وژلي او ټپیان کړي دي.
په هلمند کې امنیتي مسوولان د طالبانو دغه ادعا ردوي.
خانشین د هلند په سویل کې ګاونډي پاکستان هېواد سره نږدې پرته ولسوالي ده.
له تېرې یوی میاشتې راهیسې دا په هلمند کې دویم ځل دی، چی وسله وال طالبان دغه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.