له ډېرې لرغونې زمانې راهیسې ځینې ښځې د کورنیو ستونزو، ناروغیو، نه مور کېدو او نورو ټولنیزو ستونزو لرې کولو په موخه ملایانو، تعویذګرو او کوډګرو ته ورځي.
په دې منځ کې ډېرې ښځې له ناروا غوښتنو، باج اخیستو او کله هم له جنسي ځور سره مخ کېږي، خو د زړو دودونو او ځینو نارینهوو ښځدوښمنه انګېرنو له مخې، لږ ښځې او نجونې د هغه څه ویلو جرات کوي چې له ځینو ملایانو او کوډګرو یې لیدلي دي.
په وروستیو میاشتو کې په ملالنډي مشهور د ملا رسول خواجه ځینې غیر اخلاقي فلمونه په ټولنیزو شبکو کې لاس پر لاس شول چې د خلکو توند غبرګونونو یې هم راوپارول.
ملا لنډي له تعویذ لیکلو په ناوړه ګټې اخیستو، په فاریاب کې محرومې او ساده ښځې چې له مور کېدو کړېدلې، جنسي اړیکو ته اړ ایستلې او د اړیکې پر مهال یې ترې ویډیو کوله او بیا یې له ښځو باج اخیسته.
په ټولنیزو شبکو کې د دغو فلمونو له خپرېدو وروسته پولیسو د ملالنډي د نیولو هوډ وکړ، خو تراوسه یې په نیولو نهدي توانېدلي.
هغه څه چې د ملالنډي له تېښتې وروسته پاتې شوي څو فلمونه او د بد نوم تور داغونه دي چې د قرباني ښځو پر لمنو پاتې شوي دي.
د قرباني ښځو له ډلې یوازې یوه له څه باندې ۶ میاشتو راهیسې بندي ده.
د منیرې په مستعار نوم هغه ښځه ده چې ملا رسول ته د ورتلو او اړیکو په تور بندي شوې ده.
نوموړې وایي، شاوخوا ۶ میاشتې په امن کور کې پاتې شوې او ۲۵ ورځې کېږي چې بندي ده او جرم هم پرې نهدی ثابت شوی.
جنسي تېری او باج؛ تېري کوونکیو ترې فېلم هم ډکاوه
تخار کې په یو ۵ کلن ماشوم جنسي تېری
لویه څارنوالۍ د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د جنسيځورونې تورونه څېړي
جوزجان کې پر یوې ۱۳ کلنې جلۍ ډلهییز جنسي تېری شوی
.jpg)
منیره وایي، شاوخوا ۶ میاشتې وړاندې امنیتي ځواکونو له ملالنډي سره د اړیکو په تور ونیوله او ویل یې چې له ملارسول سره د هغې فلم شته، خو تراوسه دغه فلم چا نه دی ورښودلی.
منیره وایي بېګناه زندان ته اچول شوې ده.
منیره د زندان له سخت وضعیته کیسه کوي او وايي، اوس ناروغه ده او چارواکیو یې د درملنې لپاره څه نهدي کړي.
دا مېرمن وايي، شپږ میاشتې یې په امن کور کې تېرې کړي او اوس بندي ده.
منېره د بشري حقونو له کمېسیونه غواړي چې غږ يې واوري او له زندانه یې راوباسي.
موږ وغوښتل چې د منیرې د نیول کېدو او د هغې د دوسیې د روښانوالي په اړه د فاریاب ولایت د څارنوالي نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه مالوماتو ورکولو ته حاضر نه شول.
بلهخوا په فاریاب کې د بشري حقونو کمېسیون د سیمهییز دفتر مسوولان وايي، تراوسه د منېرې د دوسیې په اړه ورته خبر نهدی رسېدلی، خو هر تورن چې په زندان کې وي، باید د زده کړو، روزنې او روغتیا خدمتونه ورته ورسېږي.
د یاد دفتر رییس ذبېحالله جواد سلاموطندار ته وویل، له هغه وروسته چې د بندیانو د روغتیا او د زندان چارواکیو له لوري ورته د نامناسب چلن معلومات ورسېږي، لاس پهکار کېږي.
د افغانستان په ځواکمنه دودیزه ټولنه کې؛ کله چې ښځې په تېره کلیوالې په دا ډول قضیو کې ښکېلې شي، له کوره تر بازاره او له بازاره د ټول هېواد په کچه ځورېږي، ټکول کېږي او د ژوند کړۍ یې ورځ تر بلې تنګېږي.
خو د نارینهوو په اړه دغه نظر بدلون کوي او کله چې نارینه لکه ملا رسول لنډی چې جرم یې څو برابره ډېر دی، بیا تښتي او د څه مودې په تېرېدو سره یې هر څه په اړه هېرېږي