د هغه افغان‌کډوال کیسه چې له ۶ ساعتونو وروسته له ترکیې و اېستل شو

عباس رضايي افغان شاعر او لیکوال دی چې کلونه ـ کلونه یې ایران کې ژوند کړی‌دی؛ خو هلته ورته د ژوند سخت شرایط د دې لامل شول چې د نورو زرګونو کډوالو په څېر ترکیې ته د څوو کلونو د تګ خوب عملي کړي.

عباس په‌دې هیله چې شاید له نیکمرغیو ډکې ورځې ولري. په همدې پار له ایرانه د ترکیې په لور روانېږي؛ خو همدا چې ترکیې ته داخلېږي؛ دغه خوب یې په یوې بدې خاطرې بدلېږي.

د عباس په وینا، د هغه د ژوند داستان د هغو زرګونو افغانانو د ژوند داستان ته ورته دی چې له جګړې د تېښتې او روښانه راتلونکې جوړولو له‌پاره هڅې کوي؛ له پرله‌پسې خو ماتو سره مخېږي.

عباس یوه میاشت مخکې له ایرانه د ترکيې په لوري روان شو چې ترکیې ته له رسېدو ۶ ساعته وروسته، د دې هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري واېستل شو.

دی داسې مهال له ترکیې څخه اخراجېږي چې په هېڅ دفتر کې یې د کډوال په توګه نوم نه‌دی ثبت شوی او ځای نه‌دی ورکړل شوی.

عباس وايي، هره ورځ د ده په څېر لسګونه افغانان له اروپايي هېوادونو په غیررسمي توګه پرته له‌دې ـ چې د هغه هېواد دولت په جریان کې وي ـ اېستل کېږي.

عباس په داسې حال کې د خپل ژوند ترخې خاطرې بیانوي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مسولان اروپا کې د کډوالو د وضعیت له ښه‌کېدو خبر ورکوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي وايي، د روان زېږدیز کال لومړیو اتو میاشتو کې له اروپا نه د ډیپورټ شویو افغانانو شمېر ۵۲۰ تنو ته رسېږي.

د هغه په وینا، د تېر کال په پرتلې اروپا کې د پناه‌غوښتونکیو د ژوند وضعیت ښه شوی او د ډیپورټ شویو شمېر کې هم کموالی راغلی.

هاخوا بیا د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت شمېرو پر اساس، له ۲۰۱۶ کال وړاندې افغناستان ته د ډیپورټ شویو کسانو شمېر کال کې زرګونو کسانو ته رسېد.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام