د کلیو او بیارغونې وزارت چارواکي وايي، چې د فاریاب، جوزجان، بلخ، تخار، سرپل، سمنګان او په کندوز ولایتونو کې د هر کال په دوبي موسم کې ۶۲۰ کلي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ وي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن (چهار شنبه) ورځ په کابل کې د ترانسپورت وزارت سره په ګډې خبري غونډې کې وویل، چې د دغو کلیو اوسېدونکي د اقلیمي شرایطو په اساس د دوبو په موسمونو کې د څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري او دوی د دغو سیمو د یو میلیون خلکو له پاره د ټانکرو په وسیله اوبه رسوي.
د رسمتي په خبره، دغه سیمې نفت لري او په دې سیمو کې د اوبو له پاره د شبکو جوړلو ناشونې دي او دوی د امو له سیند ځېنې دوی ته د اوبو ورکولو پلان په پام کې لري.
د کلیو پراختیا وزارت وايي، چې د امو له سیند څخه د اوبو رسولو چارې وخت ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د ترانسپورت وزارت ویاند حکمت الله قوانچ په دې خبري غونډه کې وویل، چې په ټول هېواد کې ۲۰۰ ترمینلونو جوړوي.
قوانچ وايي، چې د ۱۳۱ ترمینلونو د جوړولو چارې پیل شوي دي او د پاتې نور به ډېر ژر پیل شي.
د دې وزارت د ویاند په خبره، د ترمینلو په جوړولو سره به ۷ زره کسانو له پاره کار موندنه وشي.