د هرات څارونوالۍ چارواکو د څارنوالانو او قاضیانو له لوري پر نیول شویو مېرمنو د جنسي تېري ادعاوې رد او بې بنسټه وبللې.
په افغانستان کې د حقوقي عدالت مدني بنست د یکشنبې په ورځ راپور خپور کړ، چې د هېواد لویدیځې حوزې ځېنو قاضیانو او څارنوالانو د ۱۰ نیول شویو مېرمنو له ډلې نه پر درېیو یې جنسي تېري کړي دي.
په دې راپور کې ادعا شوې ده، چې په هرات ولایت کې ۹ څارنوالان او ۶ قاضیان، په بادغیس ولایت کې ۶ څارنوالان او ۴ قاضیان، په غور ولایت کې ۵ څارنوالان او ۴ قاضیان، په فراه ولایت کې ۴ څارنوالان او ۳ قاضیان او په نیمروز ولایت کې ۳ څارنوالان او ۲ قاضیان په نیول شویو مېرمنو جنسي تېري کړي دي.
د هرات ولایت د استیناف څارنوالۍ رییس سمیع الدین رهین او د نظارت خونو مسولینو د تېرې سه شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دغه مدني بنسټ دې دوی ته اسناد وړاندې کړي.
دغو چارواکو زیاته کړه، چې د افغانستان د حقوقي عدالت مدني بنست د خپلو ادعاوو په اړه هیڅ ډول اسناد نه دي وړاندې کړي.
رهین وايي، د دغه بنسټ مسول شمس الدین شمس د دې پر ځای چې اسناد وړاندې کړي له هرات ولایت یې تېښته کړې ده.
د هرات استیناف څارنوالۍ رییس زیاته کړه، چې د غه بنسټ د هرات ولایت په عدلې ریاست کې ثبت شوی نه دی او کاري جواز یې د پوښتنې وړ دی.
سمیع الدین رهین د دغه بنسټ هغه ادعا چې له زندان څخه مېرمنې د باندې وړل کیږي، په کلکه رد کړې او زیاته کړه ، چې د هرات ولایت د مېرمنو زندان ته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د هرات زندان مدیر عبدالله عزیزي وايي، چې د افغانستان حقوقي عدالت مدني بنست مسولین په ناقانونه ټوګه زندان ته له ښځو سره د مرستې او مشورې ورکولو په بهانه راغلي وو.
دی وايي، چې له زندان څخه څارنه د څارنوالانو، بشرحقونو او سره صلیب دنده ده.
عزیزي وویل، د دغه مدني بنسټ مسول رواني ستونزې لري او له دې مخکې هم په فاریاب او بدخشان کې دې ته ورته ادعا وې کړې وې، چې له مرکز څخه د ټاکل شوي کمېسیون له خوايي ادعاوې دروغ ثابتې شوې.
د افغانستان حقوقي عدالت مدني بنست رییس شمس الدین شمس سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د کورنیو چارو وزارت په مرسته او په رسمي ډول کابل ته راغلی دی، چې د ولسمشرۍ له خوا د یو ځانکړي کمېسیون په ټاکل کېدو سره دغه مسله و څېړي.
شمس وايي، چې د مدني فعالیت په اړه اسناد لري او د اساس نامې پر بنسټ په ۱۱ ولایتونو کې د فعالیت حق لري او زیاته کړه، چې په لنډ وخت کې به خپلې ادعاوې ثابتې کړي.