د هرات سیمهییز چارواکي وايي، چې تېره شپه د (جنورۍ پر ۲۹مه) د دې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې دوه خویندې او یوه بله پېغله وژل شوې دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د دوی لومړنیو څېړنو ښودلې ده، چې دا ښځې د کورنۍ تاوتریخوالي له امله وژل شوې دي.
د هرات د والي ویاند وايي، تر اوسه نهده معلومه چې دا ۳ ښځې چا وژلي، خو زیاتوي، چې په تور یې ۱۱ تنه تورن کسان نیولي دي.
فرهاد زیاتوي، چې له نیول شویو اشخاصو نه په کېدونکيو تحقیقاتو کې به د قضي اصلي اړخ روښانه او له رسنیو سره به شریک شي.
په وروستیو کې د هرات ولایت په لېرو پرتو ولسوالیو کې د کورني تاوتریخوا پر سر د وژنو پېښې ډېرې شوي او حکومت هم ادعا کوي، چې دوی یې د مخنیوي په اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.