د افغانستان د سټراټیژیکو څېړنو مرکز رییس داود مرادیان په دغه غونډه کې وویل، چې د سږنۍ ناستې موضوع «تاوتریخوالی او سیاسي نظام» دی او د دوه ورځنۍ غونډې په اوږدو کې به د افغانستان د سیاسي مسایلو د څېړنې له پاره ځانګړې ناسته هم وشي.
مرادیان د هرات د امنیتي خبرو اترو د دې پنځمې غونډې د جوړېدلو هدف د افغانستان او سیمې له پاره د امنیت په پار د فکري او سیاسي اجماع له لارې د مناسبو تګلارو راپيداکول او د دغې اجماع له مخې د سیمې په کچ د همکاریو غوره تګلارې راویستل دي.
د افغانستان د سټراټیژیکو څېړنو مرکز رییس زیاتوي، چې د هرات د امنیتي خبرو اترو د پنځمې غونډې په دوام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي خبرو اترو شپږمه غونډه او له هند سره به د امنیتي هغو دویمه غونډه هم جوړه شي.
د ویلو ده، چې د هرات د امنیتي خبرو اترو په دې غونډه کې د افغانستان ۱۲۰ لوړپوړي چارواکي، کارپوهان او د سیمې ۲۰ استازي ګډون لري.