د هانګ کانګ بریا د افغانستان کرکټ ملي لوبډله وروسته کړه

د هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانتینینتل جام لومړۍ څلور ورځنۍ سیالۍ وګټله، چې کوربه عربي اماراتو ته یې په ۲۷۶ منډو ماتې ورکړه.

د هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره د عربي اماراتو ترڅنګ افغان کرکټ ملي لوبډلې ته هم په روانو سیالیو کې بغیر له کومې لوبې ستر ګوزار ورکړل شو.

د کرکټ نړیوالې شورا په نوښت په روانو څلور ورځنیو انټرکانتینینټل جام سیالیو په درجه بندۍ کې افغانستان له ۶ م مقام څخه ۷ م مقام ته ګوزار شو.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان به د روانو سیالیو دویمه لوبه راتلونکې اونۍ له "پي، این، جي" کرکټ ملی لوبډلې سره ترسره کړي، چې په ګتلو سره به یې افغانستان بیرته مخکې ولاړ شي.

افغانستان په روانو څلور ورځنیو فرسټ کلاس لوبو کې د درېیم ځل له پاره لوبیږي، چې خپله لومړۍ لوبه یې د لومړي وار زیان سره سره د باران له کبله له کوربه سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره په مساوي توګه پای ته رسولې ده، چې له ۲۰ امتیازونو څخه یې ۷ امتیازونه ګټلي دي.

په روانو لوبو کې تراوسه دفاعي اتله ایرلینډ لومړې، هالینډ دویم، هانګ کانګ درېیم، نمیبیا څلورم، پي، این، جي پنځم  سکاټلینډ شپږم ، افغانستان اووم او عربي امارات بیا وروستی اتم مقام له ځانه سره لري.

د یادونې وړ ده، چې ایرلیند په ۲۰۱۳ م ز کال کې د وخت دفاعي اتلې افغانستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ریکارډ څلورم ځل له پاره د اتلولۍ جام ترلاسه کړی وو.

د دی سیالیو د ګټلو موخه د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې د "ټیسټ" لوبو چانس ترلاسه کول او هم د لسو بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو وروسته د۱۱ مې ټیسټ لوبډلې په توګه د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول دي.

اوسمهال یواځې سویلي افریقا، اسټرالیا، پاکستان، هندوستان، انګلستان، سریلانکا، نیوزیلینډ ، ویسټ انډيز، بنګله دیش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې له کرکټ نړیوالې شورا سره بشپړغړیتوب لري چې د زیاتو سیالیو ترڅنګ زیات مالي امکانات هم ترلاسه کړي.

پټه دې پاتې نه وي، چې افغانستان تیرکال په جون میاشت کې د یو شمیر غوښتنو په پوره کولو سره له کرکټ نړیوالې شورا سره د درېیمې درجې څخه دويمې درجې ته پورته شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام