نی یا د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وايي، چې د نوي حکومت د پېل سره سم د بیان د ازادۍ وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
د دغې ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګرسلام وطندار سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، چې د خبريالانو پر کار د محدودیتونو وضع کول د پخوا په پرتله زيات شوي.
د رسنيو بنسټونو او نورې ملاتړې ادارې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال تعهد اخیستی و، چې قدرت ته د رسېدو په صورت کې باید له خبريالانو ټينګ ملاتړ وکړي.
دغه ۱۲ ماده يې تعهدپاڼه، چې ټول يې د بیان د ازادۍ په اړه و دواړه مشرانو قناعت تر لاسه شوی و، چې د دغه اصل څخه به په هر اړخیز ډول دفاع وکړي.
خو اوس، چې د دوی له حکومت څخه یوکال تېريږي رسنۍ د دوی پر ژمنو شکي شوي او دغه موضوع دوی ته د اندېښنې وړ ګرځېدلې.
مجیب خلوتګر د اوسني حکومت څخه غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تطبیق کړي، ترڅو ټول خبریالانو او ژورنالیستان وکولی شي په ازاده توګه معلومات تر لاسه کړي.
د نی ادارې مشر زیاتوي، چې په تېرو لسو میاشتو کې د خبريالانو پر وړاندې د زور زیاتي پېښې په بې ساري توګه زياتې شوي او د خبرونو خپرولو کچه هم کمه شوې ده.
هغه دا هم وویل، چې له خبریالانو سره هيڅ داسې امنيتي مقام نه دی پېدا شوی، چې مرسته وکړي.
د هشت صبح ورځپاڼې خبریال ظفر شاه رويي وايي، چې د خبریالانو وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
د هغه په وینا که څه هم د ملي وحدت حکومت د پېل سره سم اطلاعاتو د لاسرسي قانون د ولسمشر له لوري توشیح شو، خو تر اوسه هم د دغه قانون خلاف کړنې ترسره کيږي.
د اجرايوي مشر د ویاند مرستیال جاوید فېصل وايي، چې اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو ولاړ دی او د بیان ازادي د خپل اصولو او ارزښتونو څخه ګڼي.
هغه دا نه مني، چې ګني د خبريالانو سره حکومتي مقامات مرستې نه کوي او د حکومت د پېل سره سم د بیان ازادي کمزوری شوی.
څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې د ملي امنیت شورا خپلو ټولو وياندويانو ته امر کړی، چې نه باید خبريالانو سره موضوعات شریک کړي او په هيڅ صورت کې باید له رسنيو سره خبرې اترې ونه شي.
د ملي امنيت شورا پريکړه کړې وه، چې د افغانستان په اړه ټول امنيتي معلومات باید د کورنيو چارو وزارت له ویاندويانو څخه واخیستل شي.
څه موده وړاندې د ملي امنيت عمومي ریاست د ملي امنیت شورا په امر له دوو خبريالانو څخه په دې تور تحقیقات وکړل، چې دوی په فېسبوک کې د کابل تکسي په نوم پاڼه چلوي.
د نی دفتر د شمېرو پر بنسټ د ملي وحدت حکومت د پېل راهیسې د خبريالانو پر وړاندې ۱۰۵ د زور زیاتې پېښې ثبت کړې دي، چې ۴ خبريالان په کې وژل شوي هم دي.