د فاریاب ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وایي، چې د جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور د پلویانو ترمنځ د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د نښتو له امله تر اوسه یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپيان دي.
سلام وطندار ته د ځينو سرچينو له خوا ویل شوي، چې دغه نښته د مېمنې ښار په سنايي څلور لاري کې شوې ده.
د مېمنې ښار د روغتون مسوولینو په وینا اټکل کيږي، چې د وژل شویو او ټپيانو شمېر زیات شي.
په فاریاب ولایت کې د ولسمشر لومړي مرستیال ځانګړی استازی نظام الدین قېصاري سلام وطندار ته وویل، چې دوی غوښتل خپل سوله ییز لاریون ته د درېيمې ورځې له پاره هم دوام ورکړي، خو د عطامحمد نور د پلویانو له لوري پرې ډزې شوې دي.
نوموړی وايي، چې د دوستم پلویانو څخه یو تن وژل شوی، خو وضعیت بېرته ارام شوی دی.
په فاریاب کې بیا د جمعیت ګوند جهادي مسوول اسدالله جمالي سلام وطندار ته وویل، چې دوی تېره شپه د يوې غونډې په ترڅ کې پريکړه وکړه، چې باید خپلو لاريونونو ته په سوله ییز ډول دوام وکړي، خو د دوستم د پلویانو له لوري پرې ډزې شوې او دوی د خپلو ځانونو د دفاع په موخه متقابل ډزې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وري په لومړي ورځ داسې راپورونه خپاره شول، چې د عطامحمد نور د پلویانو له خوا د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم عکس شکول شوی دی.
له هغه وروسته د جنبش ګوند د ځوانانو له خوا لاریونونه هم وشول او له بل لوري بیا د عطامحمد نور پلویانو هم لاریون وکړ.