د نورستان پولیسو ته د ۴میاشتو معاشونه نه‌دي ورکړل شوي

د نورستان ولایتي شورا غړي او پولیس وايي، د دغه ولایت د پولیسو معاشونه د روان لمریز کال له وري میاشتې راهیسې نه دي ورکړل شوي چې له امله یې پولیس سرتېري له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د دې ولایت د نورګرام او ځېنو نورو ولسوالیو پولیسو د ټیلیفون پر لیکه سلام‌وطندار ته وویل چې د دوه ـ درېیو میاشتو له‌پاره يې د معاشونو ځنډېدل معمولي خبره ده، خو دا ځل يې ان د څلور میاشتو تنخواګانې ورکړل شوي نه‌دي.

دغه پولیس نه غواړي چې نومونه او د دندو ځایونه یې مشخص شي وايي، د تېر لمریز کال د غبرګولي له میاشتې یې په اعاشې کې هم کموالی راغلی چې ځېنو مواردو کې ان له کوره ډوډۍ وړي.

سرچینه وايي، د دوی د معلوماتو له‌مخې کامدېش، برګیمټال، وایګل، دواب، منډول او نورګرام ولسوالیو کې د پولیسو معاشونه ځنډول کېږي.

په ورته وخت کې د نورستان د ولایتي شورا غړي عمر فاروق هم سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت امنیه قومنداني په یوه او بله پلمه د پولیسو معاشونه په میاشتو ـ میاشتو ځنډوي چې دا کار پولیس له دندو زړه تورې کوي.

عمر فاروق، د ولایت امنیې قوماندانۍ مشرتابه له پولیسو سره په ناسم چلند تورنوي.

د نورستان امنیه قوماندان سمونوال سیدعباس سادات د پولیسو د معاشونو ځنډ ستونزه مني، خو وايي، پولیسو ته به د هغوی له بایومیټریک وروسته د معاشونو وېش لړۍ پیل کړي.

مخکې تردې هم د نورستان پولیسو او نورو پوځیانو د تنخواګانو ځنډېدو، اعاشې، اباطې او وسلو کموالي په اړه شکایتونه کړي وو؛ خو مسوولانو یې پړه یا په مرکزي ادارې وراچولې او یا یې هم د لارو خرابوالي او ناامني د دغو ستونزو لاملونه بللي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام