د «نانسي دوپري» یو کلن یاد؛ د هغې کړنې او خاطرې تازه شوې

د افغانستان د معلوماتو مرکز کې د سیاسي چارواکیو، پوهانو، محققانو او د پوهنتون استادانو په حضور د وتلې افغانستان‌پېژندونکې «نانسي دوپري» د شخصیت او کارنامو نمانځنه وشوه.

د کابل پوهنتون مشر حمیدالله فاروقي وايي، نانسي دوپري افغانستان سره ډېره مینه لرله او خپل ډېر عمر یې د افغانستان فرهنګي او تاریخي اثارو راټولولو ته ځانګړی کړی‌و چې اوس د افغان‌څېړونکیو په واک کې دي.

د هغه په وینا، د افغانستان د معلوماتو مرکز جوړول د مېرمن دوپري یو له مهمو کارونو څخه دی چې د هغې له مړینې وروسته یې همکارانو دغه مرکز کې د تحقیقي سیمینارونو په جوړولو سره د پام وړ لاسته‌راوړنې ترلاسه کړي.

د نانسي دوپري له نږدې دوستانو نظیف شهراني وايي، مېرمن دوپري افغانستان کې د جهاد له پېلېدو وروسته، د پاکستان پښتونخوا ته لاړه .

د ښاغلي شهراني په وینا، مېرمن دوپري په افغانستان پورې ټول تړلي، کتابونه، ورځپاڼې او نور چاپي اثار راټول کړي او وروسته یې د کابل پوهنتون کې یو څېړنیز مرکز جوړ کړی‌دی.

نانسي دوپري چې امریکايۍ وه، ۱۳۴۱ لمریز کال کې کابل ته راغله او ۱۵ کاله یې خپل مېړه سره یوځای ټول افغانستان ته سفرونه وکړل او د افغانستان په تړاو یې تاریخي، فرهنګي او لرغوني اثا راغونډ کړل.

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو لومړنی مرکز هم هغې رامنځته کړ.

مېرمن دوپري د ۱۳۹۶ کال د سنبلې په ۱۹مې نېټې له دې دنیا سره مخه ښه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام