«د موقت حکومت طرحه باید ټول‌پوښتنې ته وړاندې شي»

د مدني ټولنې ګډه کاري ډلې، د ښځو سیمه‌ییزې شبکې او د ښځو د عدالت غوښتنې کمېټې د سولې خبرو په تړاو او دې بهیر کې د ښځو او مدني ټولنې رول په اړه، کابل کې د «مدني ارزښتونو او د ښاریانو ګډون په خوندیتوب سره سولې» تر نوم لاندې غونډه وکړه.

 د مدني ټولنې ګډه کاري ډله، د ښځو سیمه‌ییزه شبکه او د ښځو د عدالت‌غوښتنې کمېټه وايي، د لویې جرګې ترسره کولو طرحې، د موقت حکومت جوړولو او د ټاکنو په قانون کې اصلاحاتو راوستلو نه ملاتړ نه‌کوي؛ خو وړاندیز کوي چې دغه درې طرحې دې د شپږ میاشتني اوربند په ترڅ کې ټولپوښتنې ته وړاندې شي چې دې برخه کې د خلکو غوښتنې او لیدلوري ترلاسه شي.

ورته مطالب:

د طالبانو د راتلو غږ؛ ښځې څه وايي؟

جوزجان کې پر ښځو د طالبانو تازه بندیزونه

قطر کې د سولې غونډه؛ طالبانو نړۍوال ضمانت غوښتی

د دې غونډې ګډونوال ټینګار کوي چې ښکېل لوري باید په ښکاره توګه د سولې په هوکړه کې له مدني ارزښتونو څخه ملاتړ وکړي.

د مدني ټولنې د کاري ډلې سکرتریت برخې همغږی کوونکی عبدالله احمدي وايي، د سولې خبرو کې باید د تېرې یوې نیمې لسیزې لاسته‌رواړنې قرباني نه‌شي.

دی په ورته وخت کې په ټنیګار سره غوښتنه کوي چې د سولې په هوکړه‌لیک کې باید ذکر شي، وروسته له سولې باید ټول هغه کنوانسیونونه حفظ شي چې افغانستان له هغه سره یوځای شوی‌دی.

مدني بنسټونه د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وايي چې مدني ټولنې او د افغاستان ښځې د تل‌پاتې، عدالت‌محوره او باعزته سولې غوښتونکي دي چې حقونو او بنستیزو ازادیو ته په‌کې درناوی او له مدني بنسټونو ملاتړ شوی وي.

د افغانستان سولې په اړه د مسکو دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډونوالو پلاوي غړې فوزیه کوفي ـ چې تازه له روسیې څخه کابل ته ستنه شوې ـ دې غونډې کې د ښځو کم‌رنګه حضور مني؛ خو راتلونکیو غونډو کې د ښځو په لا زیات حضور ټینګار کوي.

د مسکو په غونډه کې له ۴۰ ګډونوالو یوازې ۲ ګډونوالې مېرمنې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام