د ملګرو ملتونو د بشردوستانه اهدافو د پلي کولو له پاره د مسي او شکیرا هڅې

د هنر او د لوبو ډګر ځېنو ستورو او همدا ډول یو شمېر سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو د بارسلونا کلپ مشهور لوبغاړي لیونل مسي او د پاپ مشهور هنرمنده شکیرا د ملګرو ملتونو د بشردوستانه اهدافو د تحقق له پاره یوه ډله جوړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون څه وخت مخکې د لوبې او هنر نړۍ له وتلو ستورو څخه غوښتي و، چې د ملګرو ملتونو نړۍ پایښت لرونکې پراختیا  اهدافو په تحقق کې مرسته وکړي.

لیونل مسي د یونیسف له خوا د سولې سفیر دی او شکیرا هم د ملګرو ملتونو د بشردوستانه فعالیتونو په لړ کې په کولمبیا کې بوخته ده.

د نړۍ نور نفوذ لرونکي کسان لکه د علي بابا د شرکت موسس جک ما، د بلژیک ملکه ماتیلده او د سوېډن ملکه ویکتوریا په دې ډله کې دي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرهان حق وايي، چې د لوبې، هنر او د سیاست ډګر نفوذ لرونکي کسانو په مرسته کولی شي، چې په راتلونکي کې د دغه سازمان اهداف نور هم ګټور ثابت شي.

د نړۍ پایښت لرونکې پراختیا (SDG) د ملګرو ملتونو له اوږدمهالو موخو څخه ده.

دغه طرحه د ۱۹۵ هېوادونو د رایو په غوڅ اکثریت په ۲۰۱۲ کال کې تصویب شوې ده.

د ملګرو ملتونو په دې طرحه کې د تاوترخوالي او غربت له منځه وړل، له تبعیض او له جنسي نابرابریو سره مبارز او دې ته ورته نورو ستونزو سره مبارزه کول په کې شامل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام