د ملي یووالي حکومت له پیله هرکال ۱۳ خبریالان وژل شوي

د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ دفتر (نی) نن کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د ملي یووالي حکومت په څلور کلنه واکمني کې ۵۳ خبریالان وژل شوي‌دي.

د نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وایي، په تېرو ۱۷ کلونو کې له ۹۵ کورنیو او بهرنیو وژل شویو خبریالانو ۴۴٪ د حامد کرزي په واکمني او ۵۶٪ نور د ملي یووالي حکومت په دوران کې وژل شوي‌دي.

د ښاغلي خلوتګر په وینا، په ملي یووالي حکومت کې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په پرتله د خبریالانو د سر کلنی زیان ۴ برابره زیات شوی. د ده په خبره، د محاسبې له مخې، د پخواني ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې هر کال ۳ خبریالان وژل کېدل.

ښاغلی خلوتګر زیاتوي، د حکومت د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ او د خبریالانو هغه مړي چې دوی لیدلي، معلومېږي چې خبریالان په لوی لاس وژل کېږي.

د نی مسوولان وایي، داسې ښکاري چې حکومت د غوایي لسمې او تېرې چهارشنبې له ځانمرګي بریدونو وروسته ـ چې یو خبریال او یو عکاس په‌کې ووژل شو ـ د ترهګریزو پېښو ژوندی پوښښ ودروي.

د ښاغلي خلوتګر په وینا، د حکومت دا پرېکړه ناقانونه ده او که حکومت په ژوندۍ بڼه د پېښو بهیر خپرولو پر وخت د خبریالانو امنیت ساتنې توان نه لري؛ رسنیو ته دې د ډرون کمرو له لاري د خبري پوښښ اجازه ورکړي.

د نی اجرایوي رییس همداراز وویل، باید د خبریالانو د وژل کېدلو او عدم امنیت په اړه ځواب ووايي.

د کابل په دشت‌برچي سیمې په یو ورزشي کلپ باندې د تېرې چهارشنبې ورځې بریدونو کې د نورو هېوادوالو ترڅنګ ۲ خبریالان ووژل شول او ۵ نور ټپيان شول.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام