لسګونه هغه تاریخي اثار چې د کورنیو جګړو پرمهال د کابل له ملي موزیم غلا شوي وو، د جاپان هېواد له لوري نن سه شنبه د (فېبرورۍ په ۱۳مه) نېټه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د کابل ملي موزیم مسوولینو ته وسپارل شول.
د ملي موزیم د عامه اړیکو مسوول نادرشاه کټوازي وویل، ۱۰۲ قطعې لرغوني اثار، چې د بودا مجسمو د سر او پښو برخې، سوراحي، ګلدان او نورې هنري نقاشیانې په کې شاملې دي.
دی وايي، چې دغه لرغوني اثار یو جاپاني معلم پروفیسور یاما له څوو اروپايي هېوادونو راټول کړي وو.
د کټوازي په خبره، زیاتره دغه اثار د ۱۹۹۰ کلونو کورنۍ جګړې پرمهال له افغانستان څخه اروپايي هېوادونو ته قاچاق شوي وو، چې اوسمهال د دې جاپانې په نوښت له شاوخوا ۱۵ اروپايي هېوادونو بېرته راټول شوي دي.
نوموړی وايي، حکومت د ملي موزیم د لرغونو اثار خوندیتوب له پاره لازم چمتوالی نیولی دی.
د راپورنو له مخې د کورنۍ جګړې پرمهال له ۷۰ سلنې زیات شمېر لروغوني اثار له موزیمونو ولوټل شول.