د کندوز ښار، د امامصاحب، دشتارچي او شېرخان ټرانزيټي بندر له سلو زیاتو اوسېدونکیو د دوستم د راستنېدلو او قوماندان نظامالدین قیصاري د راخوشې کولو په پار پهدې ولایت کې د شېرخان بندر ګمرک ټرانزیټي دروازه وتړله.
د کندوز ولایتي شورا رییس محمدیوسف د دې خبر په تایید سره وايي، چې په کندوز کې د جنبش ګوند معترضانو د نظامالدین قیصاري د غوښتنې په اعتراض د شېرخان بندر ګمرک ټرانزیټي دروازه وتړله.
نن ۱۸مه ورځ ده چې نظامالدین قیصاري د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د افغان کمانډويي ځواکونو له لوري یوې امنیتي غونډې ته د وربللو پرمهال نیول شویدی. د ده له نیولو سره په شمال او شمالختیځو ولایتونو کې د جنبش د ګوند له لوري د هغه د راخوشېکولو په پار لاریونونو پیل شوي او حتا پرون د دې ګوند معترضانو په جوزجان ولایت کې د ۳۳ دولتي ادارو ترڅنګ ۶نادولتي ادارې هم وتړلې.