د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، د بندیانو خوشې کولو په اړه هر ډول تبلیغات دغه بهیر تخریبوي؛ ځکه په وینا یې، د بندیانو خوشې کول یو پېچلی تخنیکي او قانوني بهیر دی چې په دې برخه کې هر ډول «تبلیغات» دغه بهیر ته زیان رسوي.
هغه پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، طالبانو له اوربند سره هوکړه نه ده کړې او د یرغمل نیونو لپاره یې د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی نور هم زیات کړی دی.
د ملي امنیت شورا د ویاند په وینا، ښايي د هغو بندیانو په شمېر کې چې ټاکل شوې وه خوشې شي، بیا بیا بدلونونه راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، طالبانو د خپلو بندیانو نوملړ د هغوی له نوم، د پلار نوم، ځای او بندخونې له نوم سره افغان حکومت ته سپارلی، خو ځينو رسنیو د طالب ویاند ذبیحالله مجاهد له قوله لیکلي، کوم نوملړ چې افغان حکومت دوی ته لېږلی، منظم نه دی او باید بیاځلې پرې کار وشي.
ټاکل شوې وه یوه طالب پلاوی د بندیانو د خوشې کولو په اړه نن کابل ته راشي، خو د ملي امنیت شورا ویاند وايي، کابل ته د طالب پلاوي سفر د دویم ځل لپاره ځنډول شوی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړهلیک سره سم چې د کب په لسمه په دوحه کې لاسلیک شو، ټاکل شوې وه د بندیانو خوشې کولو لړۍ د همدې میاشتې په شلمه پیل شي، خو ولسمشر محمداشرف غني وویل چې افغان حکومت د بندیانو خوشې کولو په اړه هېڅ ډول ژمنه نه ده کړې. نوموړي ویلي و چې د بندیانو خوشې کول به د بینالافغاني خبرو اترو د اجندا یوه برخه وي، خو د دغو خبرو اترو د پیل لپاره د شرط په توګه نه شي مطرح کېدای.
خو ولسمشر غني څه موده وروسته د لوړې مراسمو پر مهال وویل چې ژر به د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړي. د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان له مخې، طالب بندیان به په تدریجي ډول خوشې شي، خو طالبانو دا موضوع نه ده منلې او د سولې هوکړهلیک له مخې د خپلو بندیانو خوشې کول غواړي.