د مدني ټولنو د اجماع تر نوم لاندې د یو شمېر بنسټونو مسوولانو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سولې مشورتي لویې جرګې رابللو او ترسره کولو کمېسیون کې د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو استازي ګډون نهلري چې په همدې اساس یې دوی نه مني.
لهدې مخکې هم د ولسمشري ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار په ګډون ځېنو سیاسي ګوندونو د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل د ګټې پر ځای زیان بللی و.
د مدنی ټولنو د اجماع پرېکړهلیک کې راغلي، سوه ملي موضوع ده او په ټولو پورې تړاو لري، نو حکومت پورې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړوونکي کمېسیون اړوندېدل، دوی ته د منلو نهدي.
دوی وویل، که د لویې جرګې رابللو کمېسیون کې د مدني ټولنو استازیو ته ځای ورنهکړل شي؛ دا به د سیاسي نظام په زیان وي.
د مدنی ټولنې د اجماع غړي حقي سروش د پرکړهلیک په لوستلو سره وویل، که د دوی غوښتنې ونه منل شي؛ پراخ لارونونه به وکړي.
په همدې حال کې د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري وایي، د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو په موخه تراوسه کوم کمېسیون نهدی جوړ شوی او دغه کمېسیون به د ولسمشر په فرمان جوړ شي.
ټاکل شوېوه، د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکي کال د وري میاشت کې جوړه شي؛ خو تېره ورځ د سولې عالي شورا وویل، د دې جرګې جوړېدل، د افغانستان د هوا وضعیت پورې تړاو لري چې د لېرې پرتو سیمو د خلکو استازي دې جرګه کې ګډون وکړی شي.
پهدې جرګې کې به له ټول ولایت نه شاوخوا ۲۰۰۰ تنه ګډون وکړي.