پهداسې حال کې چې خلکو له حکومته په پرلهپسې توګه شکایتونه کړي او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي؛ ځېنې ټولنیز بنسټونه لکه CSIO یا د ټولنې د بهتروالي لهپاره د مرستو موسېسه د ستونزو پېژندنې او کلیوالو سره د مرستو په برخه کې هڅې کوي.
د ټولنې د بهتروالي لهپاره د مرستو موسېسه یا CSIO د بغلان ولایت په مرکز او ځېنو کلیو کې د یو شمېر پروګرامونو په عملي کولو سره د ټولنیزو مسایلو په اړه د خلکو د پوهاوی کچه په مثبت ډول بدله کړې او د خلکو پوهاي کچې په لوړلو کې یې کار کړیدی.
غلام فاروق د پلخمري ښار تصدۍ د شاه کلي د ګذر وکیل دی. هغه د دې موسېسې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه وايي،CSIO د روغتیا، مدني او ټولنیزو موضوعاتو او چارو په برخو کې فعالیتونه کړيدي.
غلام فاروق وايي، د دې موسېسې د چارو او پروګرامونو له امله اوسمهال خلک ځانونه د خپل ژوند او چاپېریال په اړه مسوول ګڼي او د ستونزو حل لهپاره هڅې کوي.
د CSIO موسېسې یوه ښوونکې فهیمه نوري وايي، کله چې هغوی د لومړي ځل لهپاره له خلکو سره د مدني زدهکړو له لارې مخامخ شول؛ ډېر ناهیلي برخوردونه او چلندونو ورسره کېدل؛ خو اوس دې حالت بدلون کړی او د ډیموکراسۍ، مدنیت او عدالت په اړه د پام وړ ذهنیت جوړ شویدی.
د ټولنې د بهتروالي لهپاره د مرستو موسېسې اجرایوي مسوول محمدنور یادګاري پهدې اړه وايي، د مدني مسایلو او نورو زدهکړو په اړه د خلکو د پوهاوي میزان له لوړېدلو خوشاله او هیلهمن دی؛ خو وايي، لا هم پهدې برخه کې ځېنې ستونزې شته چې د رفع کولو لهپاره یې ډېر وخت ته اړتیا ده.
ښاغلی یادګاري هم تاییدوي چې په د ټولنې د بهتروالي لهپاره د مرستو موسېسې په اطرافونو کې د مدني مسایلو، ډیموکراسۍ، قانونو او نورو فعالیتونو په اړه د خلکو د مسوولیتمننې میزان لوړ کړیدی. CSIO موسېسه تر اوسه په دوشې، خنجان او پلخمري ولسوالیو تر څنګ د بغلان ولایت په څوو کلیو کې فعالیت لري.