د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت دغه ۴۱ کارکوونکي پر حکومت او اړوندو ادارو باندې د نیوکې له پاره، چې د دوی بستونه یې ازادې سیالۍ ته اعلان کړي؛ کابل ته راغلي دي. دغه اعتراضګر وايي، چې دوی هم د ازادې سیالۍ له مخې دغو دندو ته لار پیدا کړې وه او تر اوسه په همدې دنده لګیا وو.
د اعتراض کوونکیو کسانو پر وینا، چې مخکې یې د ولایتونو د ریاست او امریت دندې پرغاړه وې؛ خو اوس يې بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان شوې دي.
اعتراضګر وايي، چې دوی هم مسلکيان دي او هم کاري تجربه لري، ځکه چې پر وینا يي، دوی هر یو له ۱۰ تر ۱۲ کلنو پورې به اړونده اداره کې کار کړی دی.
وزیرانو شورا پرېکړه کړې، چې په ولایتونو کې د مخابراتو وزارت د ریاستونو لوړ بستونه د (CBR) یا ظرفیت لوړنې پروګرام له لارې ازادې سیالۍ ته وسپاري، چې اعتراضګرو دا د کار، ساسي او نورو قوانینو پر خلاف وبلل.
د (CBR) په نوم دغه بهیر یو جوړ شوی طرزالعمل دی، چې د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې د ملکي خدمتونو پر کار کوونکیو پلی کېږي.
خو اعتراض کوونکي وايي، چې د کابینې دغه پرېکړه ملي شورا او اداري اصلاحاتو ادارې رد کړې وه.
د جوز جان ولایت د مخابراتو رییس محمد نسیم بلیغ وايي، د قانون له مخې د CBR پروګرام ملاتړی دی؛ خو معلومات لري، چې په مخابراتو وزارت کې ۳۰۰ بستونه خالي دي، لومړی باید له هغو پیل وکړي او دويم باید وزارت هر کال ۱۰۰ کسان تقاعد کړي.
د پکتیا ولایت د مخابراتو د «آی ټي» عمومي مدیر خان محمد بهادر وايي، د CBR طرزالعمل یو ناقانونه بهیر دی، چې هېڅ قانوني جواز نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغو ۴۱ کارکوونکیو د بستونو له پاره نن په کابل کې له نویو شارټ لېست شویو کسانو نه د مخابراتو په انستیتیوت کې ازموینه واخیستل شوه.
اعتراضګر شکایت کوي، چې دوی له هم دغو بستونو ته نوم لیکنه کړې وه؛ خو د نامعلومو دلایلو له امله نه دي شارټ لېست شوي.
خود مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند یاسین صمیم سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ولسمشر د فرمان له مخې، په ټولو ولایتونو کې خالي بستونه، یا د مسلک خلاف وي یا هم ازداې سیالۍ ته وړاندې کېږي.
صمیم همداراز زیاتوي، چې د مخابراتو دغه بستونه يې له وزارت او د اصلاحاتو اداري کمېسیون سره په همغږۍ ازادې سیالۍ ته سپارلي دي.
د ده پر وینا، په ټوله کې ۹۱ بستونه چې په دې کې عمومي مدیریت، د ټاکنالوژۍ عمومي مدیریت او د ولایتونو اداري عمومي مدیریتونه شامل دي؛ ازادې سیالۍ ته سپارلي دي.
د صمیم په خبره، په ټوله کې دغو ۹۱ بستونو ته ۱۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې یوازې ۱۹۴ کسانو ازموینې ته لار پيدا کړه.