د محب څرګندونې؛ ټرمپ امنیتي غونډه جوړه کړه

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په اړه د ولسمشر محمداشرف غني د ملي امنیت مشاور حمدالله محب له څرګندونو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پټه امنیتي غونډه جوړه کړه.

د اسوشییټېډ پرېس خبري اژانس د یوې باوري سرچینې له خولې لیکي، ولسمشر ټرمپ پرون د افغانستان په تړاو د خپل ملي امنيت ډلې سره يوه يو ساعته پټه غونډه لرله.

دا غونډه يوه ورځ وروسته له هغه جوړه شوه چې حمدالله محب په څرگنده شکايت وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو افغان حکومت ته کافي معلومات نه‌ورکول کېږي.

د سرچینې په خبره، دا غونډه د پنټاگون په يوه خوندي خونه کې ـ چې «ټانک» نومېږي ـ د مرستيال ولسمشر مايک پنس، بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د سي. آى. اې مشره جينا هسپېل، د ملي امنيت سلاکار جان بولټن او ځېنو نورو امنيتي چارواکو په گډون جوړه شوې وه.

پرون (جمعه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان ولسمشر محمداشرف غني د ملي امنیت مشاور حمدالله محب احضار کړی‌و او هغه ته یې ویلي وو، پر زلمي خلیلزاد تور پورې کول د امریکا پر بهرنیو چارو وزیر تور پورې کول دي.

ورته مطالب:

محب: له طالبانو سره سوله به د نړۍ‌وال تروریزم د ختمېدو معنا ونه‌لري

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوو طرحو په اړه هوکړه

د سولې په خبرو کې ابهام او له ترهګرو سره د پاکستان اړیکې باید روښانه شي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام