د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د سوداګرو او مالیهورکوونکیو د هڅونې او ملاتړ لپاره یې د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې هم د مالیاتي جریمې بښل په پام کې نیولي دي.
د مالیې وزارت ویاند شمعروزخان مسجدي وايي، هغه مالیهورکوونکي چې د ۱۳۸۱ تر ۱۳۸۶ لمریز کال پورې یې مالیه نهده ورکړې، کولای شي د سږ کال تر کب میاشتې له ۱۰ سلنه جریمې سره خپله مالیه تحویل او له ۹۰ سلنه جریمې وبښل شي.
د مسجدي په وینا، که مالیهورکوونکي بیا هم تر یادې نېټې خپلې مالیې ور نهکړي، کولای شي د راتلونکي کال د جوزا تر پایه خپلې مالیې له ۲۰ سلنه جریمې سره تحویل او له ۸۰ سلنه جریمې ځان خلاص کړي.
نوموړی زیاتوي، دا فرصت یوازې د شاوخوا ۸ زرو شرکتونو لپاره د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اجرا وړ دی.
خو یو شمېر اقتصادي شنونکي د مالیاتي جریمو د بښلو دوام د حکومت په ګټه نه بولي او وايي چې دا پرېکړه به یې ناوړه پایلې ولري.
ولسمشر: له دې وروسته مو مالیاتي عواید او اقتصادي پرمختګ لومړیتوب دی
ولسي جرګې د مالیاتي چارو مسوده تصویب کړه
د اقتصادي چارو شنونکی محبالله شریف وايي، د مالیاتي جریمو بښل د قانون د عملي کېدو مخه نیسي او دوام یې په راتلونکي کې قانوني بڼه غوره کوي.
د شریف په وینا، که څه هم دا کار له یوې خوا د هغو شرکتونو لپاره په ګټه تمامېږي چې ډېر مهال یې مالیه نهده ورکړې، خو بلهخوا په راتلونکي کې په خپل وخت د مالیې نه تحویلول، د یادو شرکتونو عادت ګرځي او له حکومته به ورته تمې کوي.
خو د مالیې وزارت ویاند وايي چې دا کار به هېڅکله هم په قانون بدل نهشي.
مالیې وزارت په ۱۳۹۷ کال کې د ۹۵ سلنه مالیاتي جریمې د بښلو طرحه عملي کړې وه.
د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د یادې طرحې په پایله کې یې د شاوخوا ۹ زرو شرکتونو د حسابونو په تصفیې سره د تېر کال تر قوس میاشتې د مالیاتي جریمې ۲۰ میلیارده افغانۍ بښل شوي او له دې لارې یې ۱۰ میلیارده افغانۍ چې له ۱۳۸۱ کال نه تر ۱۳۹۶ کال پورې نه وې ورکړې، راټولې کړې دي.