
یو هلک چې ۱۲ کلن دی او د دې ښار یو کمعمره جوارګر دی. په سختۍ دې ته چمتو کېږي چې له سلاموطندار سره لنډې خبرې وکړي.
دی، نه غواړي نوم یې خپور شي. کیسه کا چې هره ورځ په جنګلباغ کې په ۵۰ تر ۵۰۰ افغانیو جواري کوي او له دې لارې د ځان او خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
هغه وايي، د جوارۍ پرمهال پولیس راځي خپلې پیسې اخلي او دوی جواري ته ادامه ورکوي.
د جلال او محمد په نومونو د جوزجان دوو اوسېدونکیو وویل، د ماشومانو او لویانو ترمنځ جواري کولو دغه ولایت کې د ماشومانو جنسي ځورونې ته زمنیه برابره کړې؛ په وینا، پولیس د دې پرځای چې د جوارګرومخنیوی وکړي له هغو پیسې اخلي او نور کار پرې نه لري.
دوی وايي، په جنګلباغ سیم کې زیاتره کمعمره ماشومان چې عمرونه یې له ۱۶ کلونو زیات نه دي جواري کوي.

په خبره یې، جوارګر ماشومان چې د جواري لهپاره پیسې ونه لري په یو ډول د خپلو سیالانو جنسي غوښتنې مني.
د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي له جوارګرو نه د پولیسو لهخوا د پیسو اخیستل ردوي او وايي، پولیس د جنګلباغ چې یوه تفریحي سیمه ده امنیت تامینوي او نه باید د پیسو په اخیستو جواري کولو ته زمینه برابره کړي.
یو پولیس سرتېری چې په جنګلباغ په سیمه کې دنده لري وايي، کله چې د جوارګر مخنیوي کوي هغوی له ځايي مسوولانو سره اړیکه نیسي او په دې ډول د پولیسو د اقداماتو مخنیوی کېږي.
ورته وخ تکې د جوزجان ولایت یوشمېر مدني فعالان په دې اړه اندېښنه يي او وايي، که دغې ستونزې ته حل لار ونه لټول شي؛ د دې ولایت د ځېنو ماشومانو برخلیک له خاورو سره خاورې کېږي.