کابل کې د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز مسوولانو نن خبري غونډې ته وویل چې له مالي ستونزو سره مخ دي.
د دوی په وینا، په یاد مرکز کې هر ساتل کېدونکی ماشوم د ورځې ۹۰ افغانۍ لګښت لري.
د کابل د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز د رییس میرفیاضالدین امیني په وینا، د قانون ماتوونکي او مظنون ماشوم د روزنې لهپاره لا ډېرو پیسو ته اړتیا ده او اوسنۍ بودیجه بسنه نهکوي.
د ښاغلي امیني په وینا، دغه مرکزونه په کافي اندازه اوبه، برېښنا، د لوست توکي، ښوونکي، روغتیایي مرکزونه، په ۲۱ ولایتونو کې معیاري دولتي ودانۍ او نقلیه وسایط نهلري.
ښاغلی امیني له وزارتونو، دولتي او نادولتي بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.
غونډې ته د عدلیې وزارت مسلکي معین محمد قاسم حلیمي وویل چې د اصلاح او روزنې مرکزونو ته د مظنونو ماشومانو لېږلو موخه د هغوی روزنه ده.
د ښاغلي حلیمي په وینا، بند باید د مظنونو او سرغړوونکیو ماشومانو لهپاره وروستی غوراوی وي.
ده په ورته وخت کې د ماشومانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې پهدې مرکزونو کې له ماشومانو سره لکه د خپل ماشوم او زدهکوونکي په شان چلند کېږي؛ نه د یو مجرم انسان په شان.
۶۸۰ مظنون، تورن او پر بند محکوم ماشومان د ۳۴ ولایتونو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې ساتل کېږي چې لهدې ډلې ۳۰۸ یې په کابل کې دي.