د لویې څارنوالۍ حکم باید پر قانون ماتوونکیو پلی شي

د هرات د ولایتي شورا رییس د نیولو په اړه د لویې څارنوالۍ له حکمه وروسته، اوس د ولایتي شورا یو شمېر غړي د قانون د پلي کېدا غوښتنه کوي؛ خو ځېنې بیا د لويې څارنوالۍ د دې حکم مخالفت کوي.

تېره پنجشنبه وروسته له هغې د هېواد د لویې څارنوالۍ له خوا د هرات ولایت د ولایتي شورا د رییس کامران عليزايي د نیولو حکم صادر کړ، چې نوموړي له استېناف محکمې نه د اداري فساد یو تورن وتښتولو.

د افغانستان لویې څارنوالۍ له ملي امنیت او بهرنیو چارو وزارته غوښتي دي، چې ممنوع الخروج اعلان شوی کامران عليزايي ونیسي او دنده یې وځنډوي.

د هرات ولایتي شورا ځېنې غړیو نن ورځ له کامران علیزايي نه په ملاتړ د دې شورا دروازه وتړله؛ خو ځېنو بیا د قانون د پلي کېدلو خبره کوله.

د هرات ولایتي شورا غړی سید عظیم کبرزاني وايي، چې د ملي یووالي حکومت باید د خپلو احکامو او خبرو په اړه له جدیته کار واخلي. د ده په خبره حکومت باید د د هرات ولایت قضایاوتو ته په جدي ډول پام وکړي.

کبرزاني د ولایتي شورا د دروازې تړل د قانون خلاف کړنه ګڼي.

په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې د لویې څارنوالۍ حکم به عملي شي.

د ده په خبره ولایت ته هدایت شوی او دوی خپلو امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې په دې برخه کې اقدام وکړي او قانون تطبیق کړي.

خو د دې ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړیو د اعتراض په ډول د کامران عليزايي د نیولو په اړه د هېواد لویې څارنوالۍ حکم په تړاو د دې شورا دروازه تړلې وه.

د ولایتي شورا یو غړی محمد سرور بهادري وايي، دوی دا دروازه ځکه تړلې ده، چې د دې ولایت د ولایتي شورا د رییس په اړه مرکز ته د دروغو راپور ورغلی دی او لویې څارنوالۍ پرته له کومې پلټنې د هغه د نیولو، ممنوع الخروج او د دندې د ځنډولو حکم صادر کړی دی.

په ورته وخت کې د هرات د ولایتي شورا رییس نه د ملاتړ په پار یو شمېر ځوانانو نن د ولایت مقام ودانۍ ته څېرمه اعتراضیه غونډه وکړه.

اعتراض کوونکیو ویل، چې د ولایتي شورا د رییس په اړه د لویې څارنوالۍ حکم ناسم دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام