د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت د هغو شاوخوا ۱۶ نیم سوو تنو نوملړ یې استنېاف محکمې ته سپارلی دی، چې په دې ولایت کې یې دولتي ځمکې غصب کړې دي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د مرکز پل علم په ګډون په محمداغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو کې ۱۷ سلنه دولتي ځمکې غصب شوې دي.
صالح همدارنګه وايي، چې د لوګر د دولتي ځمکو په غصب کې ځېنې جهادي قوماندانان، د ملي شورا او ولایتي ادارې غړيو تر څنګ عام خلک هم لاس لري.
د ده پر وینا، تراوسه پورې د لوګر په مرکز پل علم کې له غاصبانو ۱۲ سوه جریبه دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې او په تړاو یې د لوګر د ځمکو د ارضي پراختیا عمومي مدیر په ګډون ګڼ شمېر کسان هم نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود احمدي وايي، چې ولسمشر محمداشرف غني د ۸۳مې ګڼې فرمان په ترڅ کې د لوګر ولایتي ادارې او په ځانګړي توګه امنیتي ځواکونو ته لارښونه کړې، چې په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو په غصب تورن کسان ونیسي او دولتي ځمکې ترې بېرته واخلي.
احمدي زیاته کړه، د لوګر په ولایت کې اکثره غصب د ملي شورا یو شمېر وکیلانو او پلویانو کړی دی؛ خو دی یې نوم نه په ډاګه کوي.
هغه خپلو امنتیي ځواکونو ته امر کړی، چې د لوګر د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تر څنګ د هېچا پروا ونه کړي او د ولسمشر د ۸۳ مه ګڼه فرمان د عملي کولو په ترڅ کې د غاصبانو نوملړ جوړ او ده ته یې ور وسپاري. ده دا هم ویلي، چې د ځمکو غاصبان دې ونیسي او ودانۍ دې ور ونړوي.
د لوګر د ځمکو د عمومې ادارې د معلوماتو له مخې، په لوګر کې ۱۴۵ زره جریبه دولتي ځمکه لري، چې ۱۷ سلنه يي غصب شوې، ۲۰ سلنه يې دعوې لاندې ده او د پاتې هغې برخلیک نامعلوم دی.
دا یوازې لوګر نه دی، بلکې د هېواد په نورو ولایتو کې هم ډېرې دولتي ځمکې د زورواکیو، چارواکیو او د ملي شورا د ځېنو غړیو له خوا غصب شوي اوتازه تازه ولسمشر ولایتي چارواکو ته امر کړی، چې دغصب شويو ځمکو د ستونزې هواري کې بېړني ګامونه واخلي.