د لوګر د دارالعلوم مشر او اجرایه مدیر له وسله‌والو سره د تړاو په تور نیول شوي

د افغانستان لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت  د ملي امنیت منسوبینو د دارالعلوم مشر او اجرایه مدیر له وسله‌والو مخالفینو سره د اړیکې درلودلو په تور نیولي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپورعرب سلام وطندار ته د دغه خبر د پخلي ترڅنګ وویل، چې نیول شويو کسانو کې د دارالعلوم مشر مولوي سمیع الله محمدي او د دارالعلوم اجرایه مدیر فیض‌محمد شامل دي.

عرب زیات کړه، له نیول شویو کسانو پوښتنې او ګرویږنې رواني دي.

بل خوا د لوګر د دارالعلوم زده‌کوونکي وایي، که چیرې د ملي امنیت اداره د دوی مشر او اجرایه مدیر ازاد نه‌کړي دوی به په لاریونونو لاس پورې کړي.

د دغه دارالعلوم یو تن زده کوونکی حبیب‌الرحمان سلام‌وطندار ته وویل، چې د دوی مشر او اجرایه مدیر د وسله‌والو سره هیڅ راز اړیکې نه درلودلې.

د ویلو ده، چې اوسمهال په دغه دارالعلوم کې له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي او د افغانستان پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

په ډاګه دې وي، چې تر اوسه په دې اړه د لوګر د ملي امنیت ریاست څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام