د لوګر ازره ولسوالي د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې راغلې

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر عبدالولي وکیل سلام‌وطندار ته وویل چې له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې طالبانو د ازرې ولسوالۍ کلابند کړې‌‌ده.

ښاغلی وکیل وزیاتوي چې له تېرې شپې راهیسې سلګونو طالبانو له څلورو خواوو پر ازرې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي چې ان د ولسوالۍ د سقوط وېره شته.

د ښاغلي وکیل په وینا، نړۍوالو ځواکونو هم د مرستې په نوم د طالبانو پرځای پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکيانو هوايي بریدونه کړي چې ۱۵ پولیس او ۵ ملکیان په‌کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د ازرې یو اوسیدونکې شهزاده توحیدمل سلام وطندار سره په اړیکې کې په‌دې سیمې کې د درنې جګړې پخلی وکړ.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزي سلام وطندار ته وویل چې پر ازرې ولسوالۍ د طالبانو بریدونو کې د هغوی ۳۰ کسان وژل شوي.

دی زیاتوي، په‌دې جګړه کې ۳ پولیس وژل شوي‌ او ۴ ټپيان دي.

طالبانو هم دعوه کړې چې د ازرې ولسوالۍ ډېرې برخې یې نیولې‌ دي او لسګونه سرتېري یې وژلي.

ازره د لوګر لېرې پرته څه ناڅه غرنۍ ولسوالي ده چې له کابل، پکتیا او ننګرهار ولایتونو سره پوله لري او ډېورند کرښې ته هم نږدې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام