د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د محکمې قاضي اسلم خان سلام وطندار ته وویل، چې د ښار جوړونې د وزارت د دوو معينانو او ځينو رییسانو په ګډون، چې په فساد تورن وو دوسيې يې د لويې څارنوالۍ له خوا محکمې ته سپارل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ د دغو تورنو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته رسيږي.
د هغه په خبره، د دغو تورنو کسانو پر دوسیو به په راتلونکي اوونۍ کې کار پېل شي.
قاضي اسلم خان زیاته کړه، چې ټولټال ۱۷ دوسيې، چې معینان، تدارکاتي مشران او نور کسان هم په کې شامل دي دوی نوي رسېدلي دي.
داسې هم ويل کيږي، چې د ښار جوړونې د وزارت پر دوو معينانو له هېواد څخه بهر د وتلو بندیز هم لګول شوی دی.
په دې اړه داسې هم ويل شوي، چې څو ورځې وړاندې د یاد وزارت معين غوښته له هېواده بهر سفر وکړي، خو د حامد کرزي په نړېوال ډګر کې ورته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
همدارنګه د محکمې د قاضي اسلم خان په وينا، چې د ښار جوړونې د پخواني وزیر حسن عبدالحی په اړه هم د فساد تورونه شته، خو د هغه دوسیه باید ځانګړې محکمې ته وسپارل شي.
اخوا د لويې څارنوالۍ ویاند بصير عزیزي بیا په دې اړه خبري ناستې ته له څه ویلو ډډه وکړه.
هغه وویل، چې په دې وروستيو کې د ښار جوړونې د ۶ رییسانو دوسيې بشپړې او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې محکمې ته سپارل شوې دي.
د ښار جوړونې د وزارت په ۶ تنو چارواکو د روان کال د غبرګولي په ۷ مه نېټه د دې وزارت په یو لړ ودانیزو پروژو کې د فساد تورونه لګېدلي وو او د دغو له ډلې يواځې درې تنه څارنوالۍ ته د څيړنو له پاره حاضر شوي وو، خو وروسته بیا بېرته په ضمانت له بنده ازاد شوي شول.
د دغو له ډلې درې تنه نور یې په بدخشان ولایت کې د امنيتي کسانو له خوا ونيول شول.
دوی غوښتل د بدخشان ولایت له لارې تاجکستان ته لاړ شي، چې له نيول کېدو وروسته کابل ته په الوتکو کې ولېږدول شول او اوس مهال په بند کې شپې او ورځې سبا کوي.