په افغانستان کې له هرې ترهګریزې پېښې وروسته ولسيوګړي د خواخوږۍ، اخلاقي مسوولیت او همدلۍ لهمخې د پېښو ټپيانو او قربانیانو سره د لومړنیو مرستو لهپاره ځانونه د پېښو ځایونو او روغتونونو ته رسوي؛ خو دوی د لومړنیو مرستو رسولو څرنګوالي په اړه له پوهاوي پرته ټپيانو سره مرسته کوي.
هېوادوال بشپړ تلاش کوي چې له هرڅه مخکې ټپيان په زښتې چټکۍ سره روغتونونو ته ورسوي؛ خو حقیقت دا دی کله هم د پېښې په سیمه کې لومړنیو مرستو ته پام شوی دی. ترټولو مهم دا ده د بېلګې په توګه ټپ وتړل شي او د وینې بهېدنه ودرول شي؛ ځکه دا چاره له هرڅه د مخه د انسان ژوند ژغوري.
د همدې موضوع لا سپړلو او پوهېدو په خاطر تر ښار ولاړو او له هېوادوالو سره مو خبرې اترې لرلې. په ټوله کې مرکه کوونکیو ویل، نه باید له لېرې د پېښې د سیمې ننداره وشي، بلکې ټپيانو او قربانیانو سره د مرستې لهپاره صحنې ته ورشي خو په دې نه پوهېدل چې کومه چاره ټپیانو ته ګټوره ده او ژوند یې ژغورلی شي. دوی ویل: «موږ په لومړنیو مرستو او د مرستو په ګټور څرنګوالي نه پوهېږو.»
د کابل ښار دوو اوسېدونکیو حسین او معاذ الله سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، کله چې یو خونړۍ پېښه کېږي روغتون ته د ټپیانو لېږد سربېره هڅه کوي ټپيانو ته ډاډګیرنه ورکړي. په خبره یې وېره د پېښې ټپي د مرګ کومې ته رسولی شي.
خو د جراحۍ متخصص ډاکټر عطاالله هجران سلاموطندار ته وايي، له پوهاوي پرته د ترهګریزو پېښو له ټپيانو سره هر ډول مرسته د ټپي کس د وضعیت خرابېدو لامل کېږي او زیاتره وخت د ټپي د مرګ لامل ګرځي.
ډاکټر عطاالله هجران زیاتوي: «که چېرې د کوم ټپي د غاړې مرۍ کسر ولري دغه وخت کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په اړه له پوهاوي پرته د ناروغ پایواز له لوري د هغه لېږول؛ هم ناروغ ته ستونزې پیداکوي او هم د هغه درملنه ستونزمنه کېږي.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح د لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه افغان ښاریانو ته د پوهاوي ورکولو په تړاو سلاموطندار ته وايي، هغوی د پلازمېنې او ولایتونو په کچه یو لړ کارونه ترسره کړي خو د پېښو پراخوالي ته په پام د دوی اقدام بسنه نه کوي.
ښاغلی مجروح زیاتوي، د لومړنیو روغتیايي مرستو زدهکړه له هغو فعالیتونو ده چې عامې روغتیا وزارت باید په دې اړه ډېره پانګونه وکړي؛ خو د وزارت بودیجه کمه ده او نهشي کولی د لومړنیو مرستو برخې ته خپل لومړیتوب کې ځای ورکړي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د پولیسو په روزنیزو پروګرامونو کې د لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه پوهاوی ورکول کېږي.
د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په پام د تروریستي پېښو کچه لوړه ده نو پکار ده افغان ښاریان د لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه ډېر پوهاوی ترلاسه کړي؛ ترڅو په ښه ډول د پېښو له ټپیانو سره مرسته وکړي.