
په فاریاب ولایت کې د قوماندان نظامالدین قیصاري د خلاصون په پار پيل شوی لاریون په تاوتریخوالي واوښت او کومانډويي ځواکونو په لاریونوالو ډزې کړي.
د پېښې له سیمې زموږ خبریال وايي،د کومانډويي ځواکونو له لوري ډزو لاریونوال وژلي او ټپيان کړي. خبریال د پېښې له سیمې د فاریاب مرکزي روغتون د بېړنۍ برخې مسوول ډاکټر احمدضیا خیرخواه په نقل قول وايي، تراوسه پورې ۱ جسد او ۶ تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي او ښايي شمېرې بدلون وکړي.

په فاریاب کې د قوماندان قیصاري راخوشې کولو په پار پر راوتلیو لاریونوالو له ډزو وروسته قهرېدلو لاریونوالو د ولایت ودانۍ ته اور اچولی دی.

ویل کېږي چې د نننیو لاریونوالو شمېره په زرګونو ده.