پرون په کابل کې د افغانستان د بشر حقونو او دیموکراسۍ موسېسې د جګړو قربانیانو لومړنۍ عمومي استماعیه غونډه جوړه کړه.
په دې غونډې کې د جګړو قربانیانو د کورنیو څلورو کسانو د خپلو خاطرو او د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو د څرنګوالی کیسه وکړه.
عزیزاحمد عارف د قرباني شویو له کورنیو یو دی چې له څوو کلونو راهیسې په افغانستان او پاکستان کې په تدریس بوخت دی. ښاغلی عارف وايي، د کورنۍ ۶ غړي یې د خلق دیموکراتیک حکومت پرمهال او ۹ تنه يې د حزب اسلامي د حاکمیت په حوزه کې له لاسه ورکړي چې تر اوسه له دې ۱۴ کسانو هېڅ خبر نهدي.
ښاغلی عارف زیاتوي، د خلق دیموکراتیک حکومت پرمهال د ده کورنۍ د روشنفکرو کورنیو څخه وه او د حکومت له مخالف لوري سره یې فعالیت لرلو؛ خو کله ـ چې د دوی مخالفت له حکومت سره روښانه شو ـ حکومتي مامورینو یې پر کور یرغل وکړ او د ده درې ورونه یې ونیول.
دی وايي چې په حکومتي ضد لاریونونو کې د ګډون په جرم دی هم په درې کاله بند محکوم شو.
عزیزاحمد عارف همداراز وویل چې د درېیوو کلونو د حبس په موده کې یې ډېرې روحي او جسمي شکنجې زغملي او خپله د دوو همسنګرو د وژل کېدو شاهد دی چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب تر پښو لاندې یې ساه ورکړه.
مهناز صادقي د جګړې د قربانیانو له کورنۍ یوه بله غړې ده چې پلار او څلور ورونه یې په ۱۳۵۸ کال کې له لاسه ورکړيدي.
آغلې صادقي وايي، پلار يې د محصلانو د غورځنګ موسس و چې د ظاهرشاه د حکومت پر وړاندې یې مبارزه کوله او د وخت حکومت په ۱۳۵۷ کال کې د محصلانو د غورځنګ ۲ زره غړي ونیول او ژوندي یې تر خاورو لاندې کړل؛ خو پلار یې هغه مهال له هېواده بهر و او روغ پاتې شو.
آغلې صادقي زیاتوي، وروسته له هغې ـ چې پلار یې هېواد ته راغی ـ ظاهرشاه حکومت ته د هغه د پام په راړولو کې هڅه وکړه؛ خو پلار یې راضي نهشو او په پایله کې له خپلو څلورو ورونو سره ونیول شو.
حمید رفیع د راحلې رفیع ورور دی. راحله هغه نجلۍ وه چې د روان کال د زمري میاشت کې د مهدي موعود کورس په ځانمرګي برید کې ووژل شوه.
په یاد برید کې لسګونه تنه نور هم وژل شويوو.
ښاغلي رفیع وايي، خور یې زیار کښه وه او سره له ډېرو ستونزو له درسونو په شا نهشوه؛ تر دې چې د مهدی موعود په کورس کې د ځانمرګي برید پایله کې ووژل شوه.
د ښاغلي رفیع په خبره، پر موعود کورس کې د چاودنې په ورځ څه باندې ۶ ساعته د خپلې خور د احوال او د هغې د پيداکولو په پار د کابل په روغتونونو ګرځېدلی دی.
شاوخوا څلور لسیزو کورنیو جګړو د افغانستان له خلکو ډېر قربانۍ اخېستي. د بشري حقونو د سازمانونو تازه شمېرې ښيي چې په افغانستان کې یوازې په وروستیو کلونو کې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل کېږي.
ورته مطالب:
عدالت باید د سولې خبرو قرباني نهشي
نړۍواله جزايي محکمه کې د افغانستان د جګړې له نیم میلیون زیاتو قربانیانو لهپاره د عدالت غوښتنه