د قدیر د ملېشو او بهرنیانو ترمنځ نښتې او بیا شوي بمبار تلفات اړولي

د ننګرهار یوې حکومتي سرچینه د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د دې ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې د ولیسي جرګې د غړي ظاهر قدیر ملېشو پر امریکايي ځواکونو مخامخ ډزې کړي چې وروسته د بهرنیانو له لوري پر یادو ملېشو بمباري شوې‌ده.

دغه سرچینه وايي، د ملېشو پر ډزو بهرنیانو او د هغوی پر بمبارۍ ملېشو ته تلفات اوښتي؛ خو په‌دې اړه له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

له څه باندې یو کال راهیسې ظاهر قدیر په اچین او شاوخوا سیمو کې د داعشیانو پر ضد ملېشې اچولي او له‌دې ډلې سره په نښته کې دی. ظاهر قدیر د ننګرهار په شینوارو کې د داعشیانو د ډېروالي او زیانونو په اړه ولسي جرګې او امنیت شورا ته خبرداری ورکړی‌دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل عبیدشینواري سلام وطندار سره اړیکې کې وویل، د اچین په مامند دره کې د ظاهرقدیر ملېشو بهرنیانو ته تلفات اړولي او د ده د لومړنیو معلوماتو له‌مخې د بهرنیانو په بمبارۍ کې تر ۱۸ ملېشې وژل شوې‌دي.

لال‌حبیب د اچین په ولسوالۍ کې د ظاهر قدیر د قوماندې لاندې د داعشیانو پر وړاندې جنګېږي. هغه سلام وطندار سره لنډې خبرې وکړې، چې د خبرې له بشپړولو یې وړاندې ټلیفون پرې شو.

حبیب مني هم مني چې د دوی او بهرنیو ځواکونو تر منځ نښته شوې او له نښتې وروسته بهرنیانو بمبار کړی او د دوی ۱۵ ملګري یې وژلي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي هم د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، پېښه کې دواړو لوریو ته مرک‌وژوبله اوښتې ده. دی زیاتوی، د ظاهرقدیر ملېشو ۳ بهرنیان وژلي او بهرنیانو په هوايي برید کې د قدیر له ۱۰ تر ۱۵ ملېشې وژلې.

بهرنیو ځواکونو سملاسي همدومره ویلي، له‌دغه ډول راپورونو خبر شوي چې وروسته به یې په اړه معلومات رسنیز کړي.

بل‌خوا طالب ویاند ذبېح الله مجاهد رسنیو ته په یوې لېږل شوې خبرپاڼې کې دعوه کړې، چې د مامند په دره کې د امریکايي او افغان ځواکونو په یوه غونډه کې د دوی دوو نفوذي کسانو (قومندان پاچاخان او قومندان میندار) چې لا پخوا د ظاهر قدیر په ملېشو کې د قومندانانو په توګه ګومارل شوي‌وو؛ ډزې کړې‌دي.

په‌دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ډزو کې ۱۶ امریکايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي‌دي.

د یادولو ده چې د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر تر دامهاله په رسمي ډول د دې پېښې په اړه نظر نه‌دی څرګند کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام