د فوټبال ملي لوبډلې پخواني کپتان باندې عمري بندیز ولګېد

فوټبال نړۍوالې شورا (فیفا) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او کپتان اسرافیل کوهستانی د فساد په تور مجرم بللی دی.

د فوټبال نړۍوالې شورا انظباطي (ډیسیپلین کمېټې) اعلان وکړ چې ښاغلی کوهساتی به له‌دې وروسته په هېڅ ډول کورنیو او بهرنیو فوټبال لوبو او د لوبو اړوندو فعالیتونو کې له عمري بندیز سره مخ وي.

د خبرپاڼې له‌مخې، افغان فوټبال لوبغاړی د نورو په خوښه د لوبو د پایلو په برابرولو او شرط لګولو تورن دی چې په اړه یې دغه لوبغاړي ته هم خبر ورکړی‌دی.

په‌خپله د فوټبال ملي لوبډلې دغه پخوانې لوبغاړی اسرافیل کوهستانی اوسمهال له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره نه لوبېږي او په ډنمارک کې مېشت دی.

په همدې حال کې افغان لوبغاړي ښاغلي کوهستاني بیا په‌خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې د ځان‌سپیناوي له‌پاره ډېر څه لري؛ خو دا چې اوسمهال په ازموینو بوخت دی؛ هېڅ نه‌شي ویلی او ډېر ژر به په‌دی اړه سپیناوی وکړي.

اسرافیل کوهستانی د افغانستان په ۱۶ کلنې، ۱۸ کلنې او ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلو کې له لوبېدلو وروسته په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ته راغی.

نوموړي که څه هم له نړۍوال فوټبال سره مخه ښه نه‌ده کړې؛ خو اوسمهال د ملي لوبډلې غړی نه‌دی او په ترسره شویو ۳۴ نړۍوالو سیالیو کې یې د منځنۍ لیکې لوبغاړي په توګه د افغانستان له‌پاره ۲ ګولونه وهلي دي.

افغانستان فوټبال فدراسیون بیا وایي چې اسرافیل تر ۲۰۱۱ کال پورې له ملي لوبډلې سره و او دوی هم له موضوع خبر شوي؛ خو د فوټبال فدراسیون د سرپرست مشر او د وخت روزونکي یوسف کارګر ـ چې اوسمهال په بهرني سفر بوخت دی ـ هېواد ته په راستنېدلو سره به د فوټبال فدراسیون خپل رسمي دریځ روښانه شي.

د فوټبال فدراسیون شورا په خبرپاڼې کې د فوټبال د یو لوبغاړي د ایجنټ په شمول د نورو هېوادونو د لوبغاړیو ۸ کسیز لېست هم خپل کړ چې په ورته جرمونو تورن پېژندل شوي او دې شورا پرې بندیزونه لګولي دي.

د کوهستاني ترڅنګ د ټرینیډا او ټوبیګو هېواد څخه کارلون مري او د هغه هېوادوال کیونو توماس، له ملاوي هېواد څخه هیلینګس، له سیريلیون هېواده ابراهیم کارګبو، له زمبابوی نه کودوزاني شابا، له بینین هېواده سیدات چوموګو، له کیوبا نه لیونیل دوارټ شامل دي چې د نورو په خوښه به یې د لوبې حالت او پایلې بدلولې او هم به یې په فوټبال لوبو کې شرطونه لګول.

فوټبال نړۍوالې شورا په خپرپاڼه کې زیاته کړې‌ده چې دغه لوبغاړي د دوی د انظباطي (ډیسپلین کمېټې) د کلونو پراخو او جدي څېړنو وروسته مجرمین پېژندل شوي چې له‌دې وروسته به په هېڅ کورني یا نړۍوال لوبیز ډګر کې او د دې ورزش اړوندو ادارو کې د فعالیت اجازه ونه‌لري.

ورته مطالب:

د افغانستان فوټبال فدراسیون ټاکنو ته د فیفا پلاوي راتګ

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله راتلونکې میاشت نړېوالې سیالۍ کوي

د افغانستان فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډله قطر ته لاړه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام