د فراه چارواکي د پوځي تجهیزاتو له کمښته شکایت کوي

د فراه ځايي چارواکي په‌دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو له کمښته اندېښنه ښيي او له امنیتي بنسټونو غواړي چې له طالبانو سره د مبارزې له‌پاره مکانات ورکړي.

د بالابلوک او پشت‌کوه ولسوالان له سلام‌وطندار سره خبرو کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو مهم لامل د پوځي تجهیزاتو او امنیتي ځواکونو کمښت بولي، وايي چې د طالبانو په پرتله د دوی جګړه‌ییز مهمات کم دي.

دغه‌راز د ولایتي شورا ځېنې غړي وايي، د فراه ولایت امنیت ورځ تر بلې خرابېږي.

د فراه یو شمېر مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي هم د امنیتي ځواکونو له کموالي او په پرمختللو وسلو د دغو ځواکونو نه سمبالښت په اړه اندېښنه څرګندوي، وايي چې د ورځې په تېرېدو سره د دې ولایت امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی کېږي.

د فراه ولایتي شورا غړې جمیله امیني او مدني فعال قدرت‌الله فاروقي خبرداری ورکوي، که دغه ولایت ته امنیتي ځواکونه او پوځي تجهیزات ونه‌استول شي؛ طالبان به یو ځل بیا د فراه ښار تر ولکې لاندې راولي.

په همدې حال کې د فراه والي ویاند ناصر مهر هم د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو او تشکیلاتو کمښت مني؛ خو وايي چې ولسوالیو کې د طالبانو خوځښتونو په زیاتېدو سره د فراه والي د ویډیو کنفرانس له لارې لوړپوړیو امنیتي چارواکیو سره خبرې وکړې او د لازیاتو ځواکونو او تجهیزاتو غوښتنه یې ورڅخه وکړه.

د فراه والي تمه ښيي چې لوړپوړي امنیتي چارواکي په‌خپلو ژمنو عمل وکړي او دې ولایت ته نور امنیتي ځواکونه او پوځي تجهیزات ولېږي.

په‌ وروستیو کې په‌دې ولایت کې د طالبانو بریدونه زیات شوي چې پرون د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د دې ډلې په برید کې ۱۰ کمانډويي سرتېري او ۸ پولیس ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام