امنیتي چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او ملا هبت الله پلوې ډلې طالبانو تر منځ یولس ورځنۍ روانه جګړه نن (چهار شنبه) ګهیځ پای ته ورسېده.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي وايي، د دې جګړې له پاره شاوخوا ۸۰۰ طالب وسله والو په ډله ییز ډول د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو په ضد حمله کې ۵۷ طالبان ووژل شول او ۶۷ تنه ټپیان شول.
نجیبي وویل، نښته د پشت رود ولسوالۍ په دوګین، چیک او چاماس کلیو کې پيل شوه، چې د هوايي ځواک د چورلکو په مرسته طالبان مات شول.
د ظفر قول اردو ویاند وايي، په وژل شویو کې د ملا نیسم، ملا سردار او ملا ستار په نوم درې مشهور طالب قوماندانان هم شامل دي.
دی زیاتوي، په جګړه کې د طالبانو ۱۵عرادې موټر ویجاړ شوي او ۳۰ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي دي.
د ظفر قول اردو مطبوعاتي برخه وايي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا په کلیو کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.
ظفر قول اردو د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو په فراه ولایت کې د ملي اردو ویاند عبدالروف رحماني وویل، په نښته کې ۳ سرتیري وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د فراه ولایتي شورا ځینې غړي وايي، چې په دې ولایت کې امنیتي حالت نازک دی او زیاتوي، چې د فراه ولایت له پاره د پولیسو موجوده تشکیلات بسندوی نه دي.
دوی وايي، باید د فراه ولایت له پاره د پولیسو تشکیلات زیات شي، تر څو پولیس امنیت خوندي کړی شي.