د فرانسې پخوانی ولسمشر د معمرالقذافي پيسو بندي کړی

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سارکوزی په دې تور ونیول شو چې د لیبیا له پخواني ولسمشر معمرالقذافي څخه یې د ۲۰۰۷ کال ټاکنو له‌پاره مالي مرسته ترلاسه کړې وه.

د ریپوټو پربنسټ ښاغلي سارکوزي له معمرالقذافي ځنې ۵۰ میلیونه یورو مرسته ترلاسه کړې وه. سره له دې چې د فرانسې پخواني ولسمشر دغه تورونه بې بنسټه بللې وو؛ خو د قذاقي مشر زوی سیف الاسلام قذافي له یو ټلوېزین سره د مرکې پرمهال دعوه کړې وه چې سارکوزی دې هغه پیسې چې د نوموړي له پلار ځنې د ټاکنو کمپاین له‌پاره ترلاسه کړي بېرته د لیبیا حکومت ته ورکړي.

سره له دې چې د ۲۰۱۳ کال په اپریل میاشت کې د نیکلاس سارکوزي دوسیه له سره وڅېړل شوه، خو دا لومړی ځل دی چې له ښاغلي سارکوزي ځنې رسما پلټنې کېږي.

داسې څرګندیږي چې ښاغلي سارکوزی د ۲۰۰۷ کال په ټاکنو کې د قذافي مالي مرستې په وسیله ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسېد، خو د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې بریالی نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام