د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو د قطارونو مخنیوي په موخه د میمنې – مزارشریف لویه لاره شپږ ځایه ورانه کړې او ژورې کندې یې په کې جوړې کړې دي.
د فاریاب د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام وطندار ته وویل چې دغه کار تېره شپه د فاریاب ولایت د دولت اباد او قرمقول ولسوالیو ترمنځ شوی او په کې د ملکي خلکو له سکواټور ماشینونو کار اخيستل شوی دی.
اوسمهال چې کوم مسافر په دې لاره تګ راتګ کوي له ستونزو سره مخ دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.