د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هلمند کې طالبانو باندې برید کړی

د هلمند وايي محمدیاسین خان سلام وطندار ته د دې خبر په تایید سره وايي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو بېګا د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې په طالبانو باندې هوايي برید کړی چې په پایله کې یې طالبان او ځېنې ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي‌دي

د هلمند والي د تلفاتو د کره شمېرې په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې برید داسې مهال شوی چې د طالبانو یوه ډله په یو استوګنیز کور کې پټ شوي‌وو.

په ورته وخت کې د ګرمسیر ولسوالي یو اوسېدونکي سلام وطندار ته د ټیلیفوني اړیکې له لارې وویل چې بهرنیو ځواکونو د دې ولسوالۍ په زیزیري دراب سیمه کې د حاجي اخترمحمد کور باندې برید کړی په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د سیمې دا اوسېدونکی وايي چې له طالبانو نه د پاکولو له‌پاره په‌دې ولسوالۍ کې عملیات هم روان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام