د غور ۱۱۳ باب ښوونځيو ښوونکیو د معاشونو د نه ورکول‌کېدا په اعتراض پرلت وکړ

غور کې د ۱۱۳ باب ښوونځیو ښوونکیو نن ګهیځ د دې ولایت پوهنې ریاست په مخکې اعتراضیه غونډه وکړه او وروسته يې د پرلت خېمه ووهله. دوی له حکومت د خپلو معاشونو د ورکولو غوښتنه وکړه.

معترض ښوونکي وايي، څه باندې یو کال راهیسې معاشونه نه‌دي اخيستي او هر ځل چې د غور پوهنې ریاست او ځايي ادارې ته مراجعه کوي؛ د دروغو ژمنې ورسره کوي.

معترضو ښوونکیو خبرداری ورکړ، که معاشونه يې ورنه‌کړل شي؛ د پوهنې ریاست او ښوونځیو دروازې به وتړي.

خو د غور پوهنې ریاست سرپرست خلیل‌احمد مبارز  وايي، د دې ولایت د ښوونکیو معاشونو ځکه نه‌دي اجرا شوي چې د غور ملي امنیت پخواني رییس راپور ورکړی‌و چې دغه ښوونځي تړلي دي.

د هغه په وینا، تر هغو چې د ملي امنیت خپله ادعا بېرته وانه‌خلي؛ د ښوونکیو معاشونه نه ورکول کېږي.

په‌دې اړه مو د غور ملي امنیت ریاست د نظر اخېستلو خواري هم وکړه؛ خو هغوی خبرو کولو ته چمتو نه‌شول.

تېر کال د غور ملي امنیت پخواني رییس د بېلابېلو دلایلو له امله راپور ورکړ چې د دې ولایت ۱۱۳ ښوونځي تړلي دي او له مستوفیت ریاست څخه یې وغوښتل، د دغو ښوونځیو د دوسیې تر وروستي کېدو پورې، د ښوونکیو معاشونه ور نه‌کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام