د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته د دې ولایت له ځېنو ولسوالیو د محکمو لېږدول د سیمې اوسېدونکیو له نیوکیو سره مخ شوي دي.
د دې ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، دغه کار لامل شوی دی، تر څو خلک د خپلو حقوقي او جزايي دوسیو حل لهپاره له پخوا زیات د دولت وسلهوالو مخالفو ډلو صحرايي محکمو او سپینږیرو ته مراجعه وکړي.
د هغوی په وینا، نامطلوبه فرهنګ، د امنیت نهشتوالی او له مرکزه د ولسوالیو لرېوالی لامل کېږي، چې هغوی ونهشي کولی دولتي محکمو ته په سمه توګه لاسرسي پیداکړي.
د غور ولایت دوو اوسېدونکیو عبدالقدیر او شاهمحمد له اړوندو چارواکیو غواړي ولسوالیو کې د محکمو امنیت تامین او دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
دوی وايي، ترکومه حده چې قاضیان ستونزې لری دغهراز د خلکو ستونزې هم ډېرې دي، پر خلکو لګښتونه راځي، وخت یې ضایع کېږي او په لارو کې له ګواښونو سره مخ دي.
د غور ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان هم ولسوالیو څخه مرکز ته د محکمو له لېږد نیوکه کوي او اويي، د حکومتي مسوولانو دغه اقدام لامل کېږي، چې د خلکو او دولت ترمنځ واټن نور هم زیات شي.
دی وايي، د حکومت دغه چاره یوازې د دوښمن د پياوړي کېدو لامل کېږي.
ومو غوښتل د غور د استیناف محکمې مسوولانو نظر هم ولرو خو خبرو ته حاضر نهشول.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، د یوشمېر ولسوالیو د ابتداییه محکمو دفترونه د لوړ امنیتي ګواښ له امله د ولایت مرکز ته لېږدول شوي او اړوندو دوسیو ته یې له مرکزه لاسرسی کېږي.
ښاغلی خطیبي زیاتوي، د امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره به، د محکمو کارکوونکي بېرته ولسوالیو ته ولېږدول شي.
د لوړ امنیتي ګواښ له امله ولسوالیو کې یوشمېر ابتداییه محکمې خپل فعالتونه د غور له مرکزه ترسره کوي، د هغوی حقوقي او جزايي دوسیې د جنايي او څارنوالۍ له لوري ترتیب او تنظیمیږي، وروسته مدعي او مدعي علیه، د محکمې وروستۍ پرېکړې په موخه د مرکز ولایت ته ورځي.
د غور مرکز ته له یوشمېر ولسوالیو د ابتداییه محکمو دفترونو لېږدل داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو څه موده وړاندې د تیورې ولسوالۍ د محکمې قاضي کله چې غوښتل یې له دغې ولسوالۍ خپل کور ته لاړ شي په لاره کې له موټره ښکته کړ او په ډزو یې وواژه.