د غور د برېښنا «پوزلیچ بند» لسګونه ساتونکي نن د ولایتي شورا ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او د خپلو حقوقو غوښتنه یې کوله.
معترضان وایي، له شپږ میاشتو راهیسې د معاشونو د نه ورکولو ترڅنګ د پوځي تجهیزاتو، خوراکي توکیو او د ژمي د سونګ توکو له کمښت سره مخ دي.
د دې معترضانو په استازولۍ اسدالله او شمسالحق وایي، څو ځلې د تړونوال شرکت له مسوولانو او ځايي چارواکیو سره ستونزې شریکې کړي؛ خو تراوسه هیڅ اقدام نهدی شوی.
د دوی په وینا، د پوزلیچ بند لاس په لاس کېدل د دوی د معاشونو د نه ورکړې اصلي لامل دی. د جاوید راتب شرکت مسوول عزتالله راتب وایي چې د ساتونکیو معاشونه باید د روسالکترو شرکت ورکړي.
ښاغلی راتب زیاتوي چې د ساتونکیو د معاش ستونزه یې له روسالکترو شرکت او د انرژۍ او اوبو وزارت سره شریکه کړېده.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي، د پوزلیچ بند د ساتونکیو د معاشونو ترڅنګ د دغه بند کار هم ورو پر مخ روان دی. ښاغلی خطیبي زیاتوي، که د جاوید راتب شرکت د ساتونکیو ستونزه حل نهکړي؛ د معترضانو غوښتنه به له حکومت سره شریکه کړي.
د غور د پوزلیچ بند جوړېدو کار شاوخوا ۴ کاله مخکې د روسالکترو شرکت لهخوا د فیروزکوه ښار ختیځه څنډه کې د ۱۵ میلیونو ډالرو په لګښت پیل شو؛ خو د تړون لاس په لاس کېدو له امله د دې بند جوړېدو کار تراوسه نهدی بشپړ شوی.