د غور دولتي ادارو ۱۴۰ میلیون افغانۍ عادي بودیجه نه‌ده مصرف کړې

د غور ولایتي شورا یو شمېر غړي او د دولتي ادارو مسوولان وايي، د دې ولایت د مستوفیت ادارې د مدیریتي کمزورتیا او کم‌کاریو په دلیل د خپلې عادي بودیجې د یوې برخې په مصرفولو نه‌دي توانېدلي.

د غور ولایتي شورا مشر فضل‌الحق احسان سلام‌وطندار ته وايي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د دې ولایت دولتي ادارو څه باندې ۱۴۰میلیون عادي بودیجه نه مصرفول ښيي.

ښاغلی احسان د بودیجې نه مصرفول، د داسې یو ولایت پر وړاندې ـ چې وروسته پاتې دی ـ یو لویه جفا بولي.

د غور د پوهنې ریاست سرپرست او تدریسي مدیر فضل‌الحق نجات ادعا کوي چې د دې ادارې شاوخوا ۵۴ میلیونه افغانۍ د دې ولایت د مستوفي کم‌کاریو او بې‌توجه‌يۍ په دلیل نه‌دي اجرا شوي.

دی ـ چې له له خپلو اجراتو راضي دی ـ خپل ټول حواله‌جات چې مستوفي هم پرې قانع وو، تر سره کړي؛ خو وايي، بیا هم د مامورانو شاوخوا ۵۴ میلیون افغانۍ باقي پاتې دي.

خو د غور مستوفیت ادارې مشر محمدطاهر مومند د ولایتي شورا غړیو او د دولتي ادارو د کارکوونکیو ادعاوې نه مني او وايي، یوازې یې هغه حوالې نه دي اجرا کړي چې د قوس له ۱۵مې وروسته ور وړل شوي‌دي.

د غور مستوفیت ادارې له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر اساس، د دې ولایت عادي بودیجه ۲ میلیارده او ۹۱ میلیون افغانۍ وه چې له‌دې جملې یو میلیارد او ۹۸۴ یې مصرف شوې‌ده.

د غور دولتي ادارو مسوولانو او د ولایتي شورا غړیو په اند، د بودیجې نه مصرفول د دې لامل کېږي چې دې ولایت ته د حکومت پام کم شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام