د غور اوسېدونکي: پروازونه باید په‌دې ولایت کې له سره پیل شي

د غور ځېنې اوسېدونکي وايي، په‌دې ولایت کې د کام‌ایر هوايي شرکت پروازونه بند شوي دي او په دې ولایت کې بل هېڅ هوايي شرکت هم فعالیت نه‌لري.

دوی وايي، دا د دې سبب شوی‌دی چې د دې ولایت اوسېدونکي د ناروغانو د لېږد او کاري پروګرامونو د ترسراوي په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

د کابل په انټرکانټېنېټل هوټل باندې وسله‌والې نښتې کې د کام‌ایر هوایي شرکت د څوو پيلوټانو او کارکوونکیو له وژل کېدلو وروسته دا شرکت مجبور شو چې څوو ولایتونو ته خپل پروازونه وځنډوي.

د غور دوو اوسېدونکیو صالح‌محمد شېرزي او محمدهاشم فیضي سلام‌وطندار ته وویل چې د امنیتي ستونزو او مواصلاتي لارو خرابوالي هرات ـ کابل ته د اړینو کارونو او ناروغانو په لېږدولو کې له داسې ستونزو سره مخ کړي‌ چې د یو یا نیم ساعت مزل په دوو شپو او ورځو کې کوي.

دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د دوی دې ستونزې ته جدي پام وکړي او هوايي شرکتونو ته د پروازونو زمینه برابره کړي.

ورته وخت کې د غور ځايي ادارې مسوولان وايي، دوی هڅه کوي چې په دې ولایت کې بیاځلي هوايي پروازونو شروع شي. وايي، ټاکل شوې تر راتلونکیو ۴ میاشتو پورې یو له هوايي شرکتونو کابل ـ غور او غور ـ هرات ته خپل پروازونه پيل کړي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، کام‌ایر شرکت د فني او حقوقي ستونزو له کبله نه توانېدلی بیاځلي پروازونه پیل کړي.

د کام‌ایر هوايي شرکت سوداګریز مسوول سلیمان عمر د پروازونو بېرته نه پیلولو لامل د الوتکو کموالي ګڼي او وايي، دغه شرکت په پام کې لري ډېر ژر د خپلو الوتکو شمېر زیات کړي او په پلان کې ده چې بېرته لرو پرتو ولایتونو ته بیاځلي پروازونه پيل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام