د غزني پوهنتون په دننه کې موجودو اختلافاتو ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول داعش ترهګرې ډلې ته د نفوذ زمینه برابره کړې ده.
د غزني ولایت د پوهنتون ځېنې استادان، مدني فعالان او محصلان وايي، چې په دې پوهنتون کې سخت دریځي او تعصب د زیاتوالي په حال کې دی.
د غزني ولایتي شورا منشي او د دې پوهنتون استاد حمیدالله سروري نن (پنج شنبه، د جون ۲مه) یې د دې ولایت د مدني ټولنو، د پوهنتون استادانو او مدني فعالانو په اعتراضیه غونډه کې وویل، چې یو شمېر ترهګریزې او بنسټ پالې ډلې په پوهنتون کې د تبلیغ او سخت دریځو افکارو د خپرولو په حال کې دي او زیات شمېر پلويان یې پیدا کړي دي.
سروري وویل، چې د غزني پوهنتون حالت د دې ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي او له حکومته غواړي، چې دغو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.
د غزني ولایت یو شمېر مدني فعالانوهم وویل، چې دغه ولایت د تفرقې، تبعیض، تعصب او سخت دریځۍ په مرکز بدل شوی دی.
دوی ادعا وکړه، چې له کابل ولایت نه ځېنې وکیلان او قوم پالي خلک د خپلو شخصي، قومي او سمتي ګټو له پاره قومي تعصب او لانجو ته په دې پوهنتون کې لمن وهي.
د غزني پوهنتون استادانو او محصلانو د لوړو زده کړو له وزارت نه وغوښتل، چې د غزني ولایت د سرپرستې ستونزه دې حل کړي او په پوهنتون کې دې له چارو څارنه وکړي.
خو له بل لوري د غزني پوهنتون سرپرست رییس عبدالرحیم نورزي په یوې خبري غونډه کې دغه تورونه رد کړل او زیاته یې کړه، چې هر ځلې په پوهنتون کې له شکمنو مواردو سره مخ شوی دی امنیتي ادارو ته یې خبر ورکړی.
په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مرستیال فیصل امین وايي، چې د استادانو له لوري مطرح شوې ستونزې د دغه پوهتنون د چارواکو له خپلمنځي ستونزو سرچینه لري او دوی به ډېر ژر د دې پوهنتون په رهبرۍ کې بدلون راولي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال وویل، دوی هڅه کوي چې د غزني پوهنتون ته نور امکانات هم برابر کړي.
ویل کېږي، چې له دې مخکې امنیتي ځواکونو دغزني پوهنتون یو شمېر محصلان د سخت دریځو فعالیتونو په تور نیولي وو.