د غزني ولایتي شورا غړي د دې ولایت په ولسوالیو کې د رایورکوونکیو د نوملیکنې مرکزونو د نه فعالېدو په اړه اندېښنه ښیي او وایي، که دا ستونزه حل نهشي، د غزني زرګونه اوسېدونکي به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې له ګډونه بېبرخې شي.
د غزني ولایتي شورا غړې لطیفې اکبري سلام وطندار ته وویل چې حتا د ولایت په مرکز کې هم د نوملیکلنې مرکزونه د توکیو له کمښت سره مخ دي. دا پهداسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د نوماندانو د نوملیکنې بهیر پیلېږي.
د غزني ولایتي شورا بل غړی غلامسخي عمار د راتلونکیو ټاکنو په اړه د حکومت پر هوډ نیوکه کوي، وایي چې په غزني کې د ناامنیو پراختیا له امله خلک ټاکنو ته لېوالتیا نه ښیي.
د ده په خبره، په ټول غزني کې د ټاکنو لهپاره اراده او انګېزه نهشته.
په غزني کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مسوولانو پهدې اړه له خبرو ډډه وکړه؛ خو د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وایي، ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه ولایت ته په ورتګ ستونزه حل کړي.
د غزني یو شمېر اوسېدونکیو ۳۶ ورځې وړاندې په غزني کې د ټاکنو کمېسیون ځايي دفتر مخې ته پرلت وواهلو او د یاد دفتر دروازه یې وتړله. دغه کسان وایي، تر هغو به د ټاکنو کمېسیون کار ته اجازه ورنهذکړي چې ټاکنې حوزهوي شوې نهوي.
سره لهدې چې حکومت تراوسه د معترضانو غوښتنو ته مثبت ځواب نهدی ورکړی؛ خو معترضان پهخپلو غوښتنو ټینګار کوي.