د غزني معترضان: د ټاکنو حوزوي ‌کول د قانون تر پښو لاندې کول دي

عکس له ارشیفه

د غزني شاوخوا ۲ سوه اوسېدونکي سړکونو ته راوتي او دې ولایت کې یې د ولسي جرګې ټاکنو حوز‌وي کولو په اړه د ټاکنو کمېسیون پرېکړې په تړاو اعتراض وکړ.

د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه وروسته له هغې ونیوله چې د غزني یو شمېر اوسېدونکیو یوه اعتراض کې دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازه وتړله.

نننیو اعتراض‌کوونکیو غوښتل چې د ټاکنو ولایتي کمېسیون دفتر سړک وتړي؛ خو امنیتي ځواکونو کمېسیون ته یو نږدې سړک کې د هغوی پر مخ لاره بنده کړه.

یو تن اعتراض‌کوونکی عبدالحسین حیدري وايي، د امنیتي ګواښونو له امله ننني اعتراض کې یوازې د جوماتونو استازیو، مدني بنسټونو او سیاسي ګوندونو حضور موندلی او که دولت ورته پام ونه‌کړي؛ خپل حرکت ته به پراختیا ورکړي.

ښاغلی حیدري زیاتوي، دوی د ټاکنو له حوز‌وي کولو اندېښنه نه‌لري؛ خو هغوی د قانون تر پښو لاندې کولو او د حکومتي چارواکیو له تبعیضه د ډک چلند په غبرګون کې اعتراض کړی‌دی.

دا اعتراض‌کوونکي ادعا کوي چې د غزني په درېیوو ټاکنیزو حوزو وېشل کېدلو کې بیا هم دوی ټاکنې نه بایلي؛ خو دوی ځکه راټول شوي چې قانون تر پښو لاندې شوی‌دی.

بل اعتراض‌کوونکی بشیر علي شفق وايي، د غزني خلک د شایسته‌سالارۍ نظام خونديتوب او د قانون پلي کولو له‌پاره ډېرې قربانۍ ورکړې‌ده.

هغه خبرداری ورکوي، که‌چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستیو پرېکړو په اړه تجدید نظر ونه‌شي؛ له نظام سره به مقاطعه او ټاکنې تحریم کړي.

د دې اعتراض‌کوونکو له مشرانو عبدالمالک د غزني د امنیتي ځواکونو په مشرۍ نیوکه کوي او وايي، هغوی باید بې‌طرفه پاتې شي او د حوزوي ټاکنو غوښتونکیو اعتراض کوونکیو په څېر د دوی امنیت هم تامین کړي او د خلکو د مدني حرکتونو مخه ډپ نه‌کړي.

امنیتي ځواکونو نن سهار د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر ته ټولې ورغلې لارې وتړلې او اعتراض کوونکیو اوس غزني کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر ته نږدې لاره کې د پرلت خېمه وهلې ده.

کومو امنیتي مسولینو چې سیمه کې حضور درلود، نه غواړي موږ سره دې برخه کې خبرې وکړي او په ډېرو هڅو سربېره ونه توانېدو د غزني امنیې قومندانۍ نظر ترلاسه کړو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام