فیرزوکوه د غور مرکز چې د سپينو او تورو غرونو په لمنه کې پروت دی او د اوبو د نه مدیریت له امله یې لا هم نیم وګړي تر دامهاله د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.
دا ستونزه د دې لامل شوېده چې د دې ښار ډېر اوسېدونکي له لېریو واټونونو نه د ابو راوړلو پسې بوشکې یوسي او په ساعتونو ـ ساعتونو د ابو نوبت ته انتظار وباسي.
نور احمد د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکی دی. هغه په کور کې د څښاک هېڅ پاکې اوبه نهلري او د راوړلو لهپاره په ساعتونو ـ ساعتونو په کتار کې انتظار ولاړ وي.
هغه چې اوبو ته په ځیر نظر کتل، ترې وغوښتل چې صحي اوبو ته د نه لاسرسي د ستونزو او د حکومت د نه پاملرنې په اړه راسره خپل نظر شریک کړي.
ښاغلي احمد زیاته کړه، دلته شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ اوسېږي چې هرې یوې ته له څلور یا پنځه ورځې وروسته له دوو بوشکو نه نیولې تر ۵ بوشکو اوبو د وړلو نوبت ور رسېږي او که کله دا نوبت ور نهشي نو بیا یې یا په شا او یا هم په خره باندې له سینده راوړي. دی له حکومته غواړي چې د څښلو د پاکو اوبو په رسولو کې ورسره مرسته وکړي.
د غور د اوسېدونکیو په وینا، که څه هم دلته ډېرې څاګانې کیندل شوي؛ خو د وچېدلو له امله مجبور دي چې د څښلو پاکو اوبو د راوړلو لهپاره ډېره فاصله ووهي.
محمدنعیم د کډوالو ښارګوټي بل اوسېدونکی دی. دا وايي چې څو ځلې یې ولایتي شورا او نورو دولتي ارګانونو ته د څښلو د پاکو اوبو له نهشتوالي شکایت کړی؛ خو تر اوسه ورته هېڅ پام نهدی شوی.
هغه وايي چې دلته وچکالي ده او تر اوسه یې هېڅ دولتي ادارې یا مرستندویې ټولنې احوال نهدی اخیستی چې دلته د څه شي کمی شته او کهنه.
اړوندې ادارې وايي، د اوبو او انرژۍ وزارت څو ځلې هڅه کړې چې په فیرزوکوه ښار کې د اوبو رسونو شبکې جوړې کړي؛ خو له ډېرو هڅو سره ـ سره بیا هم د سیمهییزو زورواکیو د شخصي ګټو له امله پهدې چاره نهدي بریالي شوي.
د هریرود حوزې رییس محمدامین وکیل وايي چې ځېنو کسانو د ابو د شخصي کولو او ځېنو د لارې د نه ورکولو له امله د ضحاک چینې نه د اوبو د انتقال مخه نیولې او هماغه وو چې د اوبو رسونې په برخه کې خنډونه راپیدا شول.
له بلېخوا د غور د والي ویاند هم وايي چې د څښلو د پاکو اوبو نهشتوالی هغه ستونزه ده چې د دې ولایت په سلګونو وګړي ورسره لاس وګرېوان دي او دوی د برېښنا د نهشتوالي له امله په لمرېزې برېښنا نهدي توانیدلي چې دا اړتیا پوره کړي.
د غورې اوسېدونکي وايي چې لهدې مخکې هم خصوصي سکتورونو د فیرزوکوه ښار په ځېنو برخو کې د اوبو نلونه تېر کړي وو؛ خو په وینا یې، هغې هم سمه نتیجه ورنهکړه.